تازه خبرونه
ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دندې لیرې کړ
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي زیاته کړې، چې په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر میرویس ناب په بهرنیو چارو وزارت کې د اقتصادي همکاریو د مرستیال په توګه ټاکل شوی، چې د دغه وزارت د نوي ویاند تر ټاکل کیدو پورې به د ویاندۍ چارې هم سمبالوي.
څو ورځې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر د یو دولس کسیز پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ، چې نه یوازې له تاوده ښه راغلاست سره مخ شول، بلکې د اسلام آباد د لوړ پوړیو چارواکو سره یې هم لیدنې تر سره کړې.
د ولسمشرۍ ویاند د دغه سفر په غبرګون کې څرګنده کړه، چې دغه راز ناستې د سولې له بهیر سره مرسته نکوي؛ خو له ده وروسته د بهرنیو چارو پخواني ویاند صبغت احمدي د سولې لپاره د هر هېواد هڅې د هېواد په خیر وګڼلې او هیله من شو، چې پاکستان به د له افغان حکومت سره خبرو ته د راکاږلو په اړه رښتینې هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ویلي؛ د ښاغلي صبغت احمدي د لیرې کولو فرمان به د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلامه دریدلی وي.