تازه خبرونه

ولسمشریزې ټاکنې هیڅ راز ګټونکی نلري- د نوماندانو شورا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا ویلي، چې د ټاکنیزو واکمنو ډلو له لوري تر سره شویو درغلیو ته په کتو د ولسمشریزو ټاکنو پایله د منلو نه ده او هیڅ راز ګټونکی به ونلري.

د  ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا ټینګار ښکاره کړی، چې له ولسمشریزيو ټاکنو سره ځینې نوماندان په ځانکړي توګه واکمنې ډلې لوبه کوي.

ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل ویلي؛ د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا ټینګار کړی، چې یو شمېر ټاکنیزو ډلو په ځانګړې توګه حاکمو ډلو له ولسمشریزو ټاکنو سره لوبې پل کړي دي.

دا نوماندان خبرداری ورکوي، چې د حاکمو ټاکنیزو ډلو لخوا له درغلیو ډکې ټاکنیزې پایلې به ونه مني.

ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولی مسعود ویلي، چې مافیایي کړۍ غواړي ټاکنې بحراني کړي. که دا بحران حل نشي؛ نومادان به دغه بهیر ته ورودانګي. د نوماندانو له شورا پرته بله داسې سرچینه نشته، چې دا بحران حل کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نور نوماندان بیا وايي؛ حتا په بایومتریکو رایو کې سیستماتیکه درغلي شوې، چي تور او سپینول يې ستونزمن کار دي.

ولسمشرۍ ته نوماند فرامز تمنا په ډاګه کړې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس باید قرنطین شي. دوی حق نلري، چې د ولسمشرۍ له سلاکارانو وویني او ان تیلیفون او ګرځند ته باید لاسرسی ونلري. کمیشنران باید د ولسمشرۍ له نوماندانو سره هم باید ناسته پاسته ونلري او که نه دا خپله د تقلب او درغلۍ ښکارندویي کوي.

ولسمشرۍ ته نوماند عنایت الله حفیظ هم ویلي؛ د ټاکنو پر ورځ هم پراخې درغلۍ تر سره شوې، چې پاملرنه ورته اړینه ده. مونږ دا درغلۍ کمیسیون ته ښکاره کړي؛ که پاملرنه ورته ونشي، کیدی شي ټاکنې لغو شي.   

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ويلي؛ پاکي او ناپاکي رايي  بېلیږي او هیڅ ډول فشار به یې اغېزمنې نکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره هوا علم نورستانۍ وایي، چې مونږ د ټاکنې پر ورځ د خلکو سرښندنو ته درناوی کوو او د خلکو د رایو ساتنې ته ژمن یو.

دا نوماندان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له همکارو بهرنیو بنسټونو څخه هم غواړي، چې ټاکنیزو ستونزو ته په لاسرسي کې همکاري ورکړي.

Trending

Exit mobile version