تازه خبرونه

ولسمشر غني په ارګ کې له داکتر خلیلزاد ولیدل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۸)

 ولسمشر اشرف غني نن مازیګر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې داکتر زلمي خلیلزاد له طالبانو او پاکستانيو چارواکو سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه دولتي چارواکو ته معلومات ورکړل.

خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د وروستیو خبرو جزئیاتو ته په نغوته کې وویل: د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته، چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، په تمه یو.

خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د وروستیو خبرو جزئیاتو ته په نغوته کې وویل: د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته، چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، په تمه یو.

په حکومت کې سرچینو ویلي، زلمي خلیلزاد  له ولسمشر غني سره لیدلي او په دوحه کې یې له طالب استازیو سره د امریکایانو د خبرو اترو په تړاو وروستي معالومات له نوموړي سره شریک کړي دي.  

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري ویلي؛ ښاغلي خلیلزاد له ولسمشر غني سره د دوحې خبرو وروستي جزئیات شریک کړي دي.

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي وه، چې د واشنګتن او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه به د افغانانو تر منځ خبرو ته هم برابره کړي.

ټاکل شوې زلمی خلیلزاد د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر څنګ له ځینو سیاسیونو سره هم خبرې وکړي، ښایي خبرې اترې یې د تاوتریخوالي د کمیدو پر څرنګوالي وي.

د سولې عالي شورا مرستیال دین محمد ویلي؛ تمه ده، چې کابل ته د خلیلزاد په دې سفر کې د تاوتریخوالي د کمیدو طرحه وروستۍ شي.

زلمی خلیلزاد مخکې له دې، چې کابل ته راشي په دوحه کې د اوږدې مودې لپاره د تاوتریخوالي د کمي وړاندیز د طالبانو پر میز کېښود او د ناتو له مشرانو سره پرې وغږیده.

د طالبانو د ډلې پخواني غړي سید اکبر آغا  څرګنده کړې، چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمي د غزیدو وړاندیز ندی منلی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ هغه به له اجرائیه رییس داکتر عبدالله او افغان سیاستوالو سره هم لیدنې کتنې وکړي.

خلیلزاد پاکستان ته له سفر مخکې له قطر څخه بروکسل ته تللی و او هلته یې له امریکايي او د ناتو له چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د شنونونکیو د خبرو له مخې؛ خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې د ارګ  او سپیدار تر منځ د سولې په اړه دوه رسمي اندونه رامنځته شوي؛ ارګ پر اوربند او سپیدار د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار کوي او هیله من دي، چې ممکن خپله طرحه په کابل کې له زلمي خلیلزاد سره شریکه کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو یو شمېر رسنیو ته په ډاګه کړې، چې امریکایي لوری پرته له کوم دلیله د سولې هوکړه له طالبانو سره ځنډوي.

Trending

Exit mobile version