تازه خبرونه

ولسمشر اشرف غني د کاسا زر پروژې د چارو پرانسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۳۹۸)

 ولسمشر غني د کاسا زر پروژې د پرا نیستلو په مراسمو کې وویل؛  دا لومړی ګام دی، چې افغانستان د انرژۍ د لیږد او ترانزیت پر مرکز بدلوي.

ولسمشر اشرف غني د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د نغلو بند په اړوند سیمه کې د هغې پروژې د عملي چارو پرانسته وکړه، چې د قرغیزستان او تاجکستان هېوادونو ۱۳سوه میګاواته برښنا افغانستان او پاکستان ته لیږدوي.

له افغانستان څخه د دغې پروژې په تېریدو ۲۲۵ میلیون دالر لګښت راځي، چې نړیوال بانک  یې ورکوي.

 ولسمشر ويلي، هڅه کوي، چې افغانستان د سیمې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په مرکز بدل کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې مونږ د افغانسنتان او سیمي هېوادونو ترمنځ نوی باب پرانست. هیله لرو، چې دا یو کتاب شي؛ افغانستان به د انرژۍ د ترانزیت پر نقطې بدلیږي او دا یې پر لوري لومړی ګام دی، چې پورته شو.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي؛ د دې پروژې د عملي چارو د پیل تړون له دوه هندي شرکتونو سره لاسلیک شوی، چې تر راتلونکیو دوه کلونو به دا پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. 

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د برښنا د دغه ترانزیت  له لارې  به افغانستان  هر کال له پېنځه څلویښت څخه تر پنځوس میلیون دالر عاید ترلاسه کوي.

د افغانستان برښنا شرکت رییس امان الله غالب  وایي، چې د دې پروژې له پلي کیدو سره به د سیمي په کچه د اقتصادي همکاریو لړي پیل شي. په دې پروژه کې به افغانانو ته هم د زیات کار زمینه برابره او خورا لوړ به عواید تر لاسه کړو.

له ۱۳ سوه میګاواته برښنا څخه درې سوه یې په افغانستان کې مصرف کیږي او پاتې زر میګاواته یې پاکستان ته لیږدول کیږي.

ویل کیږي، چې دا اندازه برښنا به د کال په پېنځه میاشتو کې تنظیم شي؛ خو په کابل کې د تاجکستان سفیر وايي، هېواد یې هڅه کوي د برښنا دغه لیږد د کال ۱۲ میاشتو لپاره برابر کړي.

په کابل کې  د تاجکستان سفیر شرف الدين امام ویلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د دغو پروژو له لاري پاکستان ته د بریښنا کلنی لیږد ولرو. د تاجکستان حکومت په دې اړه کار پیل کړی دی.

په کابل کې د باکستان سفیر زاهد نصر الله خان وایي، چې دا برښنا د پاکستان لپاره خورا مهمه ده او دا لړۍ کولی شي د افغانستان او پاکستان د اقتصادي اړیکو پر پراختیا سربېره د منځنۍ او سویلي آسیا هېوادونو اړیکي هم پراخې کړي.  

دا پروژه، چې له یو میلیارد دالرو ډېر ارزښت لري او پلي کیدل يې  د سیمې د هېوادونو ترمنځ  د اقتصادي اړیکو د پراختیا په معنا ده.

د یادونې ده، چې دا پروژه د هېواد له اووه ولایتونو او۳۱ ولسوالیو تېریږي، چې په کې زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابریږي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version