تازه خبرونه

ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد د مونیخ د امنیتي ناستې په څنډو کې ولیدل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۷, ۱۳۹۸)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې تېر ماښام ولسمشر غني د مونیخ د ۵۶ امنیتي ناستې په څنډو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د افغانستان د سولې په اړه پر هغو اړینو اړخونو خبرې اترې کړې، چې د جمعې پر ورځ د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له ولسمشر اشرف غني او ورسره مل پلاوي یې پرې بحث کړی و.

زلمی خلیلزاد هم له ولسمشر غني سره له خبرو راضي ښکاري او په خپل تویت کې یې څرګنده کړې، چې مونږ د سولې لپاره پر پراخ بهیر او د تاوتریخوالي د کمښت پر اړتیاوو خبرې کړي دي. مونږ ټول افغانان هڅوو، چې دغه شېبه غنیمت وګڼي او په خپل هېواد کې له څلور لسیزو ډېره بدبختي پای ته ورسوي.

د یادونې ده ، چې کابل او واشنګتن ویلي، چې سوله د دواړو هېوادونو ګډه موخه ده.  

Trending

Exit mobile version