تازه خبرونه
ولسمشر غني د پنجشنبې پر ورځ د لوړې مراسم پر ځاي کوي
د ولسمشرۍ په یوه سپارښتنه کې، چې د کب پر درېیمه ترسره شوې؛ د لوړې مراسمو ترسره کولو لپاره یوکمیته وټاکل شوه، چې دغو مراسمو درناوي ته عملي، امنیتي، تشریفاتي او تدارکاتي چمتووالی ونیسي. د دغې سپارښتنې له مخې متین بیک، د سمیزو ارګانونو رییس او غلام بهاوالدین جیلاني د پروان ولایتي شورا رییس، د دولتي عالی کمیسیون ریاست ته وټاکل شول.
د سیمیزوارګانونو ویاند سید شاه سقیم وايي، د لوړې مراسمو د جوړیدو لپاره نن په ارګ کې غونډه هم ترسره شوی، چې په کې بېلا بېلې کمیتي وټاکل شوی او دوی به د لوړي مراسمو لپاره پوره چمتوالی ونیسي.
د ولسمشرۍ د حکم له مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال هارون چخانسوري، وحید عمر او شاه حسین مرتضوي د غني سلاکاران، بسم الله وزیري لوي درستیز، د ملي امنیت شورا د ولسې او سیاسي چارو مرستیال وحیدالله قتالي، د ولسمشرۍ د چارو ادارې چارسمبالی الهام عمر هوتکي د دغې کمیتي غړي ټاکل شوی دي.
د ولسمشر د لوړې مراسمو د ترسره کیدو کمیسیون رییس غلام بهاوالدین جیلانی ویلي، جوړ شوي پلاوي د یکشنبې له ورځې تخنیکې کارونه پيل کړي دي.
دا پلاوی په داسی حال کې ټاکل شوی، چې اوس هم د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو له اعلام وروسته ستونزې شته او د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په ښکاره د ټاکنې پایلې نه مني او وایي، چې دا مراسم نمایشي دی او د ټاکنو پایله اوس هم روښانه نده .
د ولسمشر په توګه د غني له بریا له اعلام سره سم، عبدالله عبدالله د ثبات او همپالني ټاکنډلې مشر هم خپله بریا اعلام کړه او د ټول شموله حکومت د جوړیدو خبر یې ورکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې یو لوړپوړي غړي آریانانیوز ته ویلي، ښاغلي عبدالله د ټولشموله حکومت د ولسمشر په توګه د لوړې مراسمو ترسره کولو په موخه یو کمیسیون ګومارلی دی.