تازه خبرونه

ولسمشر غني له ناټو او امریکا سره د سولې ګډه اعلامیه لاسلیک کړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۱, ۱۳۹۸)

په ارګ کې ولسمشر اشرف غني نن د کب پر ۱۰ چې د فبروري له ۲۹ سره برابره ده د طالبانو او امریکایانو مشرانو د سولې له هوکړې سره همهاله د ناټو له سرمنشي او د امریکا له دفاع وزیر سره د سولې یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

ولسمشر غني وایي، د دغې ګډې اعلامیې پر بنسټ له متحدینو او امریکا سره زمونږ اړیکې پر متقابل درناوي ولاړې دي.

ولسمشر غني وایي؛ د تاوتریخوالي کمي اوونۍ افغانانو ته په پرتلیز ډول د سولې خوندي چاپېریال را منځته کړ او هیله ده، چې دا پر دایمي اوربند بدل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سولې په خبرو کې ځينې ملاحظات لري، چې له طالبانو سره به په مخامخ خبرو کې مطرح شي.

هغه دغه راز څرګنده کړې، چې د بهرنیو ځواکونو د کمي وړاندیز د لومړي ځل لپاره ده کړی و.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، افغان دولت او طالبان دواړه سولې ته لیوال ښکاري او دوی هڅه کوي، چې یوه دایمي اوربند ته لار پرانیزي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ سولې ته د رسیدو هڅې مو ښیي، چې دواړه خواوې سولې ته لیواله دي او دا کولی شي، چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستره جګړه پای ته ورسوي.

د ناټو سرمنشي هم دې خبرې غونډې ته خبرې وکړې.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، د ناټو متحدین د امریکا او طالبانو د سولې له هوکړې هرکلی کوي.

هغه زیاته کړې؛ مونږ هڅه کوو، چې د افغانانو تر منځ یو پوهای وشي او دا کار به د جګړې پای او سولې ته د افغانستان د رسیدو لار اواره کړي.

د دغې اعلامیې له مخې تمه ده ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو په موده کې له افغانستان څخه ووځي.

له افغان حکومت سره د امریکا متحده ایالتونو د ګډې اعلامیې له مخې د ۱۳۵ ورځو په لړ کې به امریکايي ځواکونه اته زرو او ۶۰۰ ته راکم شي.

په کابل کې د امریکا له دفاع وزیر او د ناټو له سرمنشي سره د ولسمشر غني له لیدنې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې: د امریکا متحده ایالتونو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت په ګډه اروزنه امریکا د دغه هېواد متحدان او ائتلاف به له افغانستان څخه د پاتې بهرنیو ځواکونو وتل د دې ګډې اعلامیې له خپرولو او د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک کیدو څوارلس میاشتې وروسته بشپړکړي او په افغانستان کې له پاتې اډو نه خپل ټول ځواکونه په دې هوکړه لیک کې د طالبانو د ژمنو په ترسره کیدو سره وباسي.

د دې اعلامیې په بله برخه کې راغلي: د افغانستان له پوځیانو ملاتړ، د افغان حکومت د رضایت په صورت کې له نورو ترهګرو ډلو سره مبارزه او دغه راز د افغانستان او پاکستان تر منځ د مذاکراتو د آسانتیاوو برابریدل له افغانستان سره د امریکا د ژمنو یوه بله برخه ده.

دغه راز د اعلامیې په بله برخه کې لیکل شوي: افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دی، چې د بین الافغاني خبرو اترو له پیلیدو سره سم به د ډیپلوماټیکو اقداماتو له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړ څخه د یو شمېر طالب زندانیانو د نومونو د لیرې کولو لپاره د ۲۰۲۰ز کال د مۍ تر ۲۹ نېټې پورې اقدام کوي. دا اقدام به په هر صورت کې د کاري چوکاټ د موافقې او تلپاتي او پراخ بنسټه اوربند تر موافقې وروسته په ۳۰ ورځو کې کېږي.

د دې اعلامیې په درېیمه برخه کې ټينګار شوی، چې له طالبانو سره د امریکا هوکړه به د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا په تصویب او تائید سره وي. د بیارغونې لپاره به اقتصادي همکارۍ دوام ولري. امریکا به د افغانستان د ځکمنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د ګواښ او زور له کارولو او یا د هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. یوې سیاسي هوکړې ته د رسیدو لپاره به د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د جوړولو په موخه دوامدارو هڅو ته دوام ورکړي.

همدارنګه په قطر کې د طالبانو د سیاسي پلاوي غړي مولوي عبدالسلام حنفي د آریانا نیوز خبریال ته ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو لومړۍ جوپه به لس ورځې وروسته د بګرام له پوځي ادې ووځي او د وتلو ټول بهیر به په ۱۴ میاشتو کې بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب مشر ملا هبت الله اخند په خپل یوه پیغام کې عمومي بښنه اعلان کړې او څرګندوي، چې هیڅوک دې وېره نلري؛ موږ ټول بښلي دي.

Trending

Exit mobile version