تازه خبرونه

ولسمشر غني د ملي شورا د پرانستې ځنډول وغوښتل

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۳۹۸)

ولسمشر غني په یوه رسمي لیک کې له ملي شورا غوښتي، چې د کب تر ۲۳ دې د دې شورا پرانسته وځنډول شي.

د ملي شورا د ژمنيو رخصتیو یوه نیمه میاشت پای ته رسیدونکې ده او باید د قانون له مخې د کب پر ۱۵ خپل کار بیا پیل کړي؛ خو ولسمشر په یوه مکتوب کې له دې بنسټه غوښتي، چې خپل کار د کب پر ۱۵ نه، بلکې پر ۲۳ پیل کړي.

د ملي شورا ځينې غړي د شورا په پرانیسته کې ځنډ د اساسي قانون خلاف عمل بولي.

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وایي: د قانون له مخې مونږ باید د کب پر ۱۵ خپل کار پیل کړو؛ خو ولسمشر په یوه مکتوب کې له مونږ غوښتي، چې د پرانستې ورځ یې وځنډوو. د ولسي جرګې اداري پلاوي په دې برخې کې یو اته کسیز پلاوی ګمارلی، چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره پرې خبرې وکړي.

د ملي شورا ځينې غړي ټینګار کوي، چې که ولسمشر د ملي شورا پرانیسته ونکړي؛ دوی به خپلې عمومي ناستې تر سره کړي.

په ولسي جرګه کې د سمنګان استازی ضیاالدین ضیا وایي: مونږ ته د ملي شورا د پرانستې د ځنډولو مکتوب رارسیدلی؛ خو مونږ د شنبې پر ورځ خپله ناسته تر سره کوو او ولسمشر ، چې کله وخت پیدا کړ بیا دې د ملي شورا پرانسته وکړي.

د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي وایي، چې د ملي شورا کار ځنډول سم ندي؛ ځکه یو ځواک بېوسه کیږي او مونږ غواړو، چې ملي شورا پخپل قانوني وخت پرانستل شي. پرته له دې شورا خپلواکه پاتې کیدی نشي.

ملي شورا ټینګار کوي، چې هېواد په حساس پړاو کې دی او د سولې پر خبرو او نورو سترو مسایلو د دې بنسټ رول اغېزناک دی او دا بنسټ باید د حکومت لخوا له پامه ونه غورزول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د سولې راوستو د تړون له لاسلیک وروسته طالبانو د خپلمنځي خبرو له پیلولو مخکې د حکومت او طالبانو د ۶ زره بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه؛ خو ولسمشر غني دا کار له خپلمنځي خبرو مخکې ناشونی بولي، چې له کبله یې د هېواد په څه نا څه ۱۶ ولایتونو کې د ښکېلو خواوو تر منځ جګړه بیا توده شوه او ان بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version