تازه خبرونه

ولسمشر غني د ۱۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو حکم کړی

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۳۹۸)

 د رویټرز خبري آژانس د افغان حکومت د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د ولسمشر غني د دغه حکم له مخې به په روانه اوونۍ کې زر طالب زندانیان د سولې خبرو لپاره د زمینې برابریدو په موخه خوشې شي.

له بلې خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوولین اوس هم د پېنځه زره طالب زندانیانو په خوشې کیدو ټينګار کوي او وايي، چې دا له امریکا سره د دوی د هوکړې یوه برخه ده.

د طالب زندانیانو د خوشې کولو پر سر د طالبانو او امریکا د هوکړې په اړه ولسمشر اشرف غني خپل سخت دریځ یو څه نرم کړی او د ۱۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو حکم یې کړی دی.

د رویټرز خبرې آژانس د راپور له مخې؛ دغه شمېر زندانیان به په روانه اوونۍ کې خوشې شي، چې د پاخه عمر زندانیان به هم په کې وي.

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال لطیف محمود ویلي، د افغانستان دولت پر داسې یوې اډانې کار پیل کړی، چې ډېر ژر به د تاوتریخوالي د کچې د راټیټیدو لیدونکي اوسو او ډېر ژر به یې جزئیات رسنیو ته ورسیږي.   

له دې مخکې ولسمشر ټينګار کاوه، چې د طالب زندانیانو د خوشې کولو موضوع به د افغانانو د خپلمنځي خبرو یوه برخه وي؛ خو د لوړې مراسمو پر ورځ یې وویل، چې د یوه نوي پرمختګ له مخې به د زندانیانو خوشې کول د تاوتریخوالي له کموالي سره مرسته وکړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار یلي؛ ولسمشر له هغې وروسته د زندانیانو خوشې کولو ته راضي شو، چې امریکایانو یې حکومت په رسمي بڼه وپېژانده. په دې اړه باید د الله د بندګانو حقونو ته هم پاملرنه وشي.   

له بلې خوا په قطر کې  د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین امریکا ته د سپارل شوي نوملړ له مخې د بندیانو غوښتنه کړې او وايي، چې له امریکا سره د شوې هوکړې او امریکا ته د سپارل شوي نوملړ له مخې باید پېنځه زره طالب زندانیان په یوه مشخص ځای کې دوی ته وسپارل شي.

د طالبانو د واکمنۍ د مالیې وزیر معتصم آغا جان ویلي: دواړه خواوې باید د افغانستان د راتلونکې لپاره همغږې شي او په دې اړه پرېکړه وکړي.

د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیلیدو مخکې پتېیل شوې وه، چې پېنځه زره طالب زندانیان به د افغان حکومت له زندانونو او زر تنه سرتېري او دولتي مامورین به د طالبانو له زندانونو خوشې کیږي.

Trending

Exit mobile version