تازه خبرونه
ولسمشر غنی او عبدالله عبدالله دواړو امریکا مایوسه کړې- پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کابل له سفر وروسته څرګنده کړې، د داکتر اشرف غني او عبدالله کړنې بې مسوولیته وې؛ دغو دواړو سړیو امریکا مایوسه کړې، ځکه نه یوازې زمونږ، بلکې د افغانانو د سرښندنې سپکاوی هم کوي.
د ولسمشر غني او داکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو د دوام له کبله امریکا له افغانستان سره په خپلو مرستو کې یو میلیارد ډالر کموالی راوستی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا هم په ډاګه کړې؛ مونږ سر له ننه له افغانستان سره د ۱ میلیارد دالرو مرسته راکموو او راتلونکی کال به یو میلیارد نوره هم کمه کړو. دغه پرېکړه د بیاکتنې وړ هم ده؛ که دواړه لوري ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې: دوی هڅه وکړه، چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړیدو لپاره آسانتیاوې رامنځته کړي؛ خو دواړو لوریو خپل اختلافونه روان وساتل، چې دا د امریکا ملي ګټو ته خطر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ له همدې کبله دوی په روان کال کې له افغانستان سره خپل یو میلیارد ډالر مرسته کموي او په راتلونکي کال کې به هم د خپلو مرستو په کچه کې کموالی راولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ولسمشر غني او داکتر عبدالله عبدالله هم نیوکه کړې، چې سولې ته ژمن ندي او تر دې دمه یې د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی ندی ګومارلی.
همدا راز یې په ډاګه کړې، چې له دې وروسته د سیاسي اهدافو په خاطر له ترسره کیدونکیو نظامي عملیاتو ملاتړ نکوي او نه هم په کې برخه اخلي.
امریکا همدا راز ویلي؛ د هغو مشرانو ملاتړ هم نکوي، چې موازي حکومتونه جوړوي.
په اعلامیه کې د ولسمشر غني او داکتر عبدالله عبدالله کړنو ته غیر مسوولانه ویل شوي او په خبره یې امریکا خواشینې ده، چې افغان مشران د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو بریالي نه شول.
دغه راز مایک پمپیو له اشرف غني او عبدالله وروسته له ملا برادر سره هم لیدلي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې له ملابرادر او نورو طالب استازیو سره کتلي دي. د ده په خبره په دې لیدنه کې د سولې په برخه کې پر پرمختګونو، د ځواکونو پر کمولو او نورو مسایلو بحثونه شوي دي.
شاهین دا هم په ډاګه کړې، چې پمپیو ژمن دی، چې ټول امریکایي سرتېري به له افغانستان وځي او د سرتېرو د کمولو لړۍ روانه ده.
