تازه خبرونه

ولسمشر غني د یکاولنګ- دره صوف سړک جوړولو پرانسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ولسمشر لخوا د یکاولنګ- دره صوف د ۱۷۸ کیلو متره سړک جوړولو پرانسته وشوه، چې په وینا یې د دې پروژې په بشپړیدو به د مرکزي سیمو اقتصاد وغوړیږي. د دې سړک لګښت څه باندې دوه سوه میلیون دالر کیږي، چې د آسیا پراختیایي بانک یې ورکوي. د دغه سړک کار ي تړون له یوه چینایي شرکت سره لاسلیک شوی دی.

ولسمشر له دغه شرکت وغوښتل، چې کارونو ته ژمن پاتې شي.

ولسمشر اشرف غني وایي، له دغه قراردادي شرکت سره د ۱۶ میلیون دالرو پر ارزښت  پروژې تر سره شوي او دا ژمنه ترې اخیستل شوې، چې که کار یې پر خپل وخت او له کیفیته ډک تر سره نه کړ؛ نور به ورسره هیڅ راز تړون نه نه لاسلیک کیږي.  

ولسمشرغني بامیان د مرکزي سیمو زړه بول، چې ټول افغانستان ته به پراخه وده ورکړي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش دغه سړک د ترانزیت لپاره مهم بولي او وایي، د ټولنې لپاره فقر او بېوسي له جنګ څخه ډېرزیانونه رسوي.

هغه ټینګار وکړ، چې ټول سیاسي خوزښتونه دې یووالي ته ژمن شي، هېوادني کارونه مو ور سره غوړیږي.

د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وایي، دغه پروژه کولی شي مرکزي سیمې له کلابندي خلاصې کړي.

د نوموړي په وینا؛ بنسټیزې ژمنې د پلي کیدو په حال کې دي او د جغرافیایي زندانونو در وازې ماتې شوې دي.

د بامیانو والي محمد ظاهر زهیر د دې پروژې هرکلی کوي او وایي؛ برښنا دې هم بامیان  ته ورسول شي او سیاسي ناندرې دې د دغو پروژو خنډ ونه ګرځي.

 د فواید عامې وزیر د بامیانو والي د اندېښنې په ځواب کې وویل، چې  بامیانو ته به په ۴۵ ورځو کې ۲۲۰ کیلو واته برښنا ورسږي.

دغه سړک په درې نیمو کلونو کې جوړیږی، چې سویلي آسیا له مرکزي آسیا سره نښلوي. سړک یوسلو اته اویا کیلو متره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري.

خبریاله : الاهه عمري

Trending

Exit mobile version