تازه خبرونه

ولسمشر غني په یو ورځني سفر ترکمنستان ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ترکمنستان سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو د هوکړو د لاسلیک او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ترکمنستان ته رسیدلی دی.

له ارگه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سفر یو ورځنی دی او ولسمشر غني به د ترکمنستان له ولسمشر قربانعلي بردي محمدوف سره وګوري.

د خبرپاڼې له مخې؛ د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې به ولسمشر غني له ترکمنستانيو چارواکو سره د همکاریو بېلا بېلې هوکړې لاسلیک کړي.

د ارگ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د چارو ادارې مشر سلام رحیمي او یو شمېر نور چارواکي هم ملگري دي.

له دغه هېواده افغانستان ته تر نورو ډیر تیل او گاز واردیږي او افغان حکومت هڅه کوي، چې له ترکمنستان سره سوداگري په نورو برخو کې هم پراخه کړي.

افغانستان له ترکمنستان سره د انرژۍ او نفتي توکو په برخه کې اقتصادي اړیکې لري او له دغه هېواده افغانستان ته لسگونه میگاواته برښنا هم پېرل شوې ده.

Trending

Exit mobile version