تازه خبرونه
ولسمشر غني د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل ایراني سیال حسن روحاني د دوه یمې دورې د لوړې په مراسمو کې د ګډون تر څنګ له ایراني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او مسایلو خبرې کړې دي.
حسن روحاني د ایران د ولسمشر په توګه د دوه یمې دورې لپاره لوړه پر ځای کړه. د هغه د لوړې مراسمو ته د نړۍ له بېلابېلو هېواونو مشران ورغلي دي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، د حسن روحاني د لوړې مراسمو په څنډو کې د چابهار تر بندر د اورګاډي پټلۍ پر جوړېدو او د ترهګرۍ او نشه یی توکو پر وړاندې مبارزه هغه مسایل دي، چې پرې خبرې اترې وشوې.
سیاسي شنونکی محمد اسحاق اتمر وایي، د افغانستان د خلکو تمه دا ده، چې ولسمشر غني د اوبو په اړه له ایراني چارواکو سره سپینې خبرې وکړي.
څو ورځې مخکې حسن روحاني ویلي وه؛ د افغانستان د اوبو بندونو په تړاو بې تفاوته نه شي پاتې کیدای، چې د افغانانو له غبرګون سره مخ شو؛ خو افغان حکومت وایي، چې د اوبو مدیریت یې مهم کاري لومړیتوب دی.
د یادونې وړ ده، چې افغان ولسمشر غني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن د ایران تهران ته رسیدلی او د دغه هېواد له چارواکواکو سره یې د اړیکو پراختیا، امنیت او پرمختګ بحث کړی دی.