تازه خبرونه

ولسمشر له وزیرانو سره دوه ګونی چلند کوي- عبدالرزاق حمیدي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مخابراتو پخوانی وزیر ولسمشر تورنوي، چې له وزیرانو سره دوه ګونی چلند کوي او په تېر یو نیم کال کې د ولسمشر په لیدلو نه یم  بریالی شوی. حال دا، چې تر لاس لاندې مامورین یې په ساعتونو له ولسمشر سره ګوري.

نږدې درې میاشتې کیږي، چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزیر دنده ځنډول شوې ده. پر هغه تور دی، چې په ګرځند(مبایل) کریدت کارتونو کې یې  تر لاسه شوې پیسې حیف و میل کړي دي.

د مخابراتو تعلیق شوی وزیر عبدالرزاق وحیدي وایي، چې دنده یې د سیاسي انګیزو له امله تعلیق شوې ده.

نوموړی د خپلې دوسیې په اړه د حقیقت موندنې پلاوي څېړنې مغرضانه بولي او د مالیې وزیر پر فساد تورنوي.

هغه زیاتوي، چې لویه څارنوالۍ دې ژر د هغه د دوسیې د څېړنې پایله له خلکو سره شریکه کړي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وایي، چې د مخابراتي خدمتونو د فیس موضوع د غیر مالیاتي عوایدو تر سرایک لاندې د مخابراتو له وزارت سره تړاو لري، چې هره اداره د قانون له مخې خپل مسوولیت لري.       

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې رییس  سید حسین فخري وایي، که څه هم د مخابراتو وزارت د کریدت کارتونو له برخې یې څیړنه نه ده کړې؛ خو د وزارت له نورو برخو ارزونه شوې  ده.

د ولسمشرۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي دا نه مني، چې ولسمشر دې له وزیرانو سره دوه ګونی چلند ولري او  دغه راز  دا هم ردوي، چې ګواکې د وحیدي دنده د سیاسي انګیزې له مخې تعلیق شوې ده.

له کله، چې ولسمشر پر کریدت کارټونو مالیه لګولې؛ میلیاردونه افغانۍ عواید  د حکومت ورغلي دي؛ خو نیوکې کیږي، چې د دې پیسو ستره برخه د جګپوړیو حکومتي چارواکو جیبونو ته تللې ده.

د مخابراتو او مالیې وزارتونه د دې پیسو په را ټولولو کې مکلف ګڼل کیږي؛ خو اوس هر وزارت غواړي د خپل بام واوره پر بل واچوي، اوس نه ده معلومه، چې په دې قضیه کې څوک غل او څوک مل دی.

Trending

Exit mobile version