تازه خبرونه

ولسمشر غني د ترکیې له ولسمشر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمداشرف غني قزاقستان ته د خپل سفر په دوه یمه ورځ  نن سهار  پلازمېنه استانه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې تر منځ  پر تلپتې اړیکو او د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

ولسمشرۍ دا هم په ډاګه کړې، چې د ترکیې ولسمشر په دې کتنه کې وویل، هېواد یې له افغانستان سره تاریخي او اوږدمهاله اړیکي لرې.

نوموړي د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو له نوې ستراتیژۍ هرکلی کړی او زیاتوي، چې ترکیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو ده.

د ترکیې جمهوررئیس د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه والي لپاره خپل تیاری وښود او زیاته یې کړه، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي.

دغه راز ولسمشر اشرف غني  له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د چمتووالي او په ځانګړي ډول د سولې له بهیر څخه د ملاتړ له امله د ترکیې له ولسمشر څخه په مننه د دواړو هېوادونو پر ملګرتیا او ښو اړیکو ټینګار و کړ.

ولسمشر غني ویلي، چې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالتو نوې ستراتیژي روښانه او جامع ده.

هغه څرګنده کړې، چې د دغې ستراتیژۍ له اعلان سره سم په سیمه کې فرصت رامنځته شوی او له دغه فرصت څخه باید سمه ګټه واخیستل شي.

ولسمشر غني دا هم په ډاګه کړې، چې افغانستان له خپلو ګاونډ هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی او له پاکستان سره هراړخیزو مذاکراتو ته چمتو دی.

هغه د اوسنی حالت پر بدلون  ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د سیمې شرایط دې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره وکارول شي.

دغه راز د افغانستان ولسمشر تروریزم د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ستر ګواښ وباله او پر وړاندې یې پر ګډه او جدي مبارزه ټینګار څرګند کړ.

ولسمشر اشرف غني تېره ورځ له غرمې وروسته د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ساینس او ټکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د ګډون په موخه د قزاقستان پلازمېنې استانې ته سفر کړی دی.

Trending

Exit mobile version