تازه خبرونه

ولسمشر غني سبا ماښام مهال نیویارک ته درې ورځنی سفر کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په دوه اویایمه ناسته کې د ګډون په موخه  یکشنبه  ماښام  مهال د امریکا نیویارک ښار ته سفر کوي.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر غني په ترکمنستان کې له څو ساعته تم کیدو وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان په دوه اویایمې ناسته کې د ګډون په موخه امریکا ته روانیږي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وایي، ولسمشر غني به نیویارک ته  په خپل درې ورځني سفر کې په غالب ګمان له خپل امریکایي سیال سره هم وګوري.

نوموړي په ډاګه کړې، چې له ولسمشر سره به په دې سفر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم مل وي.

د ولسي جرګې غړي د ولسمشر دا سفر د افغانستان راتلونکې ته ګټور بولي او ټینګار کوي، چې ولسمشر دې په خپله وینا کې نړیوال د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن کړي.

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي اسامبله کې به د وینا پر مهال د سیمې پر تحولاتو او د افغانستان په اړه د امریکا پر تازه تګلارې هم خبرې کوي.

Trending

Exit mobile version