تازه خبرونه

ولسمشر د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسیدلی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د آسیایي رزمي هنرونو د پېنځم پړاو لوبو د پرانستې په  مراسمو کې د ګډون لپاره د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسیدلی دی.

ولسمشرۍ دفتر په ډاګه کړې، چې ولسمشر او ورسره پلاوی د عشق آباد په هوایي ډګر کې د ترکمنستان د ګازو او نفتو په چارو کې د ولسمشر د مرستیال، د آسیایي لوبو د پېنځم پړاو د استازیو، په افغانستان کې د ترکمنستان د سفیر، په دې هېواد کې د افغانستان د سفیر او نورو کارکوونکیو له تود هرکلي سره مخ شو.    

له ولسمشر سره په دې سفر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل رحیمي، د منځنۍ آسیا په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او د ولسمشرۍ د رسنیو او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال محمد هارون چخانسوري مل دي.

ولسمشر غني به سربېره پر دې، چې د آسیایي لوبو د پرانستې په مراسمو کې ګډون کوي؛ د ترکمنستان او تاجکستان له ولسمشرانوسره هم ګوري.

د ولسمشرۍ مرستیال ویاند مینه پال وایي، چې ولسمشر به د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د تروریزم له امله سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرې وکړې.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر غني په ترکمنستان کې له څو ساعته تم کیدو وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان په دوه اویایمې ناسته کې د ګډون په موخه امریکا ته روانیږي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وایي، ولسمشر غني به نیویارک ته  په خپل درې ورځني سفر کې په غالب ګمان له خپل امریکایي سیال او د نورو هېوادونو له یو شمېر سیالانو سره  هم وګوري.

ټاکل شوې، چې ولسمشر غني به د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال د سیمې پر تحولاتو او د افغانستان په اړه د امریکا پر تازه تګلارې هم خبرې وکړي.

 

Trending

Exit mobile version