تازه خبرونه

ولسمشراشرف غني امریکې ته په لاره دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو په ۷۲ عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکې ته روان شوی دی.

ولسمشر غني تېره ورځ ترکمنستان د آسیایي رزمي لوبو د پېنځم پړاو د پرانستې په مراسمو کې د برخه اخیستو لپاره دغه هېواد ته یو ورځنی سفر کړی و.

له ولسمشرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني له ترکمنستان څخه د نیویارک پر لوري روان شوی او ټاکل شوې ، چې دې ناستې ته به وینا هم وکړي.

ټاکل شوې، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې به د امریکې د ولسمشر دونلد ترمپ او د نړۍ د یو شمېر نورو مشرانو سره هم وګوري.

د ولسمشرۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال رسنیو ته په ډاګه کړې، چې اشرف غني او ترمپ به په افغانستان کې د امنیت او سولې په اړه خبرې وکړي.

دا به د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د ولسمشر غني لومړۍ برخه اخیستنه وي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو په تېرو دوه ناستو کې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د ولسمشرۍ دوه یم مرستیال سرور دانش ګډون کړی و.

دا سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې افغانستان د امریکا د ولسمشر نوې تګلاره ستایلې، چې له مخې به یې پر وسلوالو مخالفینو په افغانستان کې بمبارد زیاتیږي، اضافي ځواکونه به را لیږل کیږي او همداسي د اربکیانو یو نوی ځواک به جوړیږي، چې په خپلو سیمو کې د طالبانو سره جګړه وکړای شي.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، په بېخبنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد شاکر کارګر او یو شمېر نور حکومتی چارواکي مل شوي دي.

Trending

Exit mobile version