تازه خبرونه
ولسمشر غني د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا کوي
ولسمشرۍ ویلي، ولسمشر غني به نن شپه دوه بجې وینا کوي او په خپله وینا کې به د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا او نورو هېوادونو پر همکاریو تمرکز وکړي او له نړۍ به وغواړي، چې د ترهګرو ځالې په نښه کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال زیاتوي، چې ولسمشر به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډو کې د پاکستان له لومړي وزیر سره هم وګوري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني هم له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو د اقتصادي همکاریو پر ارزښت خبرې کوي او وایي، د بهرنیو چارو وزیر به د اقتصادي همکاریو او اسلامي سازمان په ناسته کې د افغانستان پر لومړیتوبونو او اقتصادي همغږۍ خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله هر کال په نیویارک کې تر سره کیږي او په کې د نړۍ پر مسایلو بحثونه کیږي.
د ولسمشر غني وینا ته د ډېرو سترګې وراوښتي.
دا سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې افغانستان د امریکا د ولسمشر نوې تګلاره ستایلې، چې له مخې به یې پر وسلوالو مخالفینو په افغانستان کې بمبارد زیاتیږي، اضافي ځواکونه به را لیږل کیږي او همداسي د اربکیانو یو نوی ځواک به جوړیږي، چې په خپلو سیمو کې له طالبانو سره جګړه وکړای شي.
له ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، په بېخبنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد شاکر کارګر او یو شمېر نور حکومتی چارواکي مل شوي دي.
خبریال: رفیع صدیقی