تازه خبرونه
ولسمشر غني د آسیايي سیالیو مډال ګټونکي وستایل
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن هغو افغان لوبغاړیو ته نغدي جایزې ورکړې، چې د ترکمنستان له آسیايي سیالیو یې مډالونه ګټلي وه.
د آسیايي هېوادونو صالون دننه سیالۍ د سپټمبر پر ۱۴ پیل او پر ۲۷ پای ته ورسیدې.
له دې لوبو څخه حسین بخش صفري د سرو زرو مډال وګاټه، یوه بل افغان لوبغاړې د سپینو زرو مډال په غاړه کړ او لس نورو یې د برنزو مډالونه ترلاسه کړل، چې له مخې یې افغان لوبډلې د ۶۲ آسیايي هېوادونو تر منځ ۲۶ مقام خپل کړ.
افغان ولسمشر له دغو لوبغاړیو سره مخکې له مخکې ژمنه کړې وه، چې د آسیا له سیالیو د مډال په ګټلو به د طلا مډال راوړونکي ته لس زره دالر، د نقرې ګټونکي ته پېنځه زره دالر او د برنزو ګټونکي ته درې زره دالر جایزه ورکوي.