تازه خبرونه

ولسمشر غني کندهار ولایت ته سفر وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ارګ د خبرپانې له مخې؛ ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د یو پلاوي په مشرۍ د کندهار ولایت د عمومي وضعیت د څېړلو لپاره دغه ولایت ته سفر وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني کندهار ولایت ته په رسیدو له اتل ۲۰۵ قوال اردو لیدنه وکړه او د شهیدانو څلي ته یې د ګلونو ګیډۍ کیښوده.

په کندهار ولایت کې چارواکي وايي، ولسمشر غني کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون له استادانو او محصلینو سره وکتل او د دغه پوهنتون عملي پرمختګونه، ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل.

ښاغلۍ غني په کندهار پوهنتون کې وویل: د هېواد په تحصیلي نظام کې په واضح ډول ستونزې موجودې دي، په راتلونکې اوونۍ کې به د بشري منابع عالي شورا جوړه او د هېواد پر تعلیمي او تحصیلي ستونزو به په دوامداره توګه غور وشي.

د کندهار ولایت د چارواکو په وینا؛ ټاکل شوې، چې ولسمشر به د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره وګوري او هم به په کندهار هوایي ډګر کې له هغو بلک هاک چورلکو هم لیدنه وکړي، چې امریکا افغان ځواکونو ته ورکړي دي.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ګل آغا شېرزی، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت کرزی او یو شمېر نور چارواکې مل دي.

ویل کیږي، چې ولسمشر غني به په نږدې راتلونکي کې د کابل او اسلام آباد د اړیکو د ښه کیدو په هیله پاکستان ته سفر وکړي.

Trending

Exit mobile version