تازه خبرونه
ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
ولسمشر غني د یو رسمي سفر د ترسره کولو لپاره له غرمې مخکې د چارشنبې پر ورځ( د لړم ۱۷) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ولاړ.
د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني به هلته د لوور ميوزيم د پرانيستو په مراسمو کې ګډون وکړي او تر هغې وروسته به د اماراتو له لوړپوړیو چارواکو سره هم پر دوه اړخيزو اړيکو سربېره پر امنيتي او سياسي مسايلو هم خبرې اترې وکړي.
له ولسمشر اشرف غني سره په دې سفر کې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر، د چارو د ادارې مشر عبدالسلام رحيمي، د سټراټيژيکو اړيکو د ادارې مرستيال هارون چخانسوري او يو شمېر نور چارواکي مل دي.