تازه خبرونه

ولسمشر د ملي ځواکونو لپاره د زرو کورونو د جوړولو پرانیسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ښاغلي غني وویل چې د هېواد په ساتنه او امنیت کې د امنیتي ځواکونو رول د پام وړ دی او دوی به یې سرښندنې هیرې نه کړي. دا کورونه د قطر په مرسته جوړیږي.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو لپاره د قطر هېواد زر کورونه جوړوي.

د کورونو دا پروژه د کابل په پنځمه ناحیه کې د خوشال مینې په سیمه کې عملي کیږي. په افغانستان کې د قطر غیر مقیم سفیر وايي چې دوی غواړي په دې کار سره د افغانانو مرسته وکړي.

په افغانستان کې د قطر غیر مقیم سفیر: شیخ علي بن عبدالله آل ثاني و وېل: “قطر په تیرو کلونو کې د افغان دولت او خلکو همکاري و او په راتلونکې کې به هم دغو همکاریو ته دوام ورکړي. نن مونږ د زرو کورونو د جوړولو په اعلان سره له افغانستان سره خپله همکاري بیا تازه کړه.”

ولسمشر غني په دغو مراسمو کې د افغان امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلي او ژمنه یې وکړه چې د سرتیرو له کورنیو سره به نورې مرستې هم وکړي.

ولسمشر، محمد اشرف غني ووېل: “نن مو یو بل مثبت ګام واخیست چې دا د دې څرکندونه کوي چې موږ د دې هېواد له امنیتي ځواکونو سره په خوا کې یو او د دوی شهیدان او د شهیدانو کورنۍ مو په یاد دي او موږ به دې ډول پروژو ته نور هم لومړیتوب ورکوو.”

د ښار جوړونې وزیر وايي چې د کور جوړولو دا ډول نورې پروژې د پلازمینې سر بیره په نورو ولایتونو کې هم پیل کړي.

سید سعادت منصور نادري، د ښار او کور جوړونې وزیر ووېل: “ملي ځواکونو د پاملرنې په موخو او د ښاغلي ولسمشر د دوامداره تاکید او ځانګړې پاملرنې له امله به موږ په څو راتلونکيو میاشتو کې په پلازمینه کابل او د هېواد په نورو ولایاتو کې به د به د زرو نورو دا ډول ودانیو شاهدان  وو.”

د یادوې وړ ده چې په افغانستان کې د روانو جګړو له کبله ګڼ شمیر خلک بې کوره شوي او په خورا ناوړه حالت کې اوسیږي.

Trending

Exit mobile version