سیمه ییز خبرونه
ولسمشر له هیچاه او یا کوم مقام سره د پارلمان د لغو کولو خبرې نه دي کړي- مرتضوي
ویل کیږي، چې ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته له سفر مخکې د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره په کتنه کې ګواښ کړی، چې ولسي جرګه دې یا د امنیتي بنسټونو له استیضاح تېره شي او یا به پر یوه فرمان ملي شورا منحل اعلام کړم.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي؛ که افغانستان په یوه ورځ کې هم سقوط وکړي هم راته توپیر نه کوي.
د جرګې د دغو استازیو په وینا؛ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت لوی ریاست په وروستیو ناامنیو کې په ځانګړي توګه د سردار محممد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون په برید کې لاس لري.
ولسمشرۍ دفتر په دې اړه سخت غبرکون څرګند کړی دی.
د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي په ډاګه کړې، چې ولسمشر له هیچاه او یا کوم مقام سره د پارلمان د لغو کولو خبرې نه دي کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې ، ولسمشر د تېرو دوه کلونو په بهیر کې له ملي شورا سره له دېرش ډېرې ناستې تر سره کړي دي.
هغه زیاته کړې؛ د اساسي قانون او ملي ګټو له مخې د دولت د درې ګونه قواوو ګډه همکاري کولی شي، چې له روانو ستونزو او کړکیجونو څخه د هېواد په را تېرولو کې مرسته وکړي.