بلخ @ps

ولسمشرۍ د بلخ والي عطا محمد نور ګوښه کیدنه منظورګړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ ویاند وايي؛ عطامحمد نور خپله استعفا پخوا ولسمشرۍ ته سپارلې وه، چې اوس ولسمشر ومنله او انجنیر محمد داوود د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی؛ خو عطا محمد نور ویلي، چې د ارګ لخوا د ده د اسعتفا اعلان یو طرفه دی او ده ته د منلو نه دی.

عطامحمد نور څه باندې یوه نیمه لسیزه په بلخ کې والي و او له مطرحو څېرو شمېرل کیده؛ خو د ملي وحدت حکومت په درې کلنه دوره کې چندان هوسا نه و او ولسمشرۍ ماڼۍ بلاخره د هغه په اړه خپله پریکړه اعلام کړه.

د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا  له اعلامیې  په ډاګه شوې، چې مونږ د والي عطا محمد نور په اړه د ولسمشرۍ پرېکړه عجولانه ګنو او د امنیت او ثبات په خلاف عمل یې بولو او دا پرېکړه د ملي وحدت حکومت د هوکړه لیک سره په ټکر کې ده.

خپله عطا محمد نور هم ویلي، چې د ولسمشرۍ پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده.

د اعطامحمد نور لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛  د عطا محمد نور رسمي دریځ دا دی، چې اوس د جمعیت اسلامي په اعلامیه بسنه کوي او هغه څه ته به په تمه شي، چې سبا د جمعیت د رهبر صلاح الدین رباني لخوا اعلانیږي. د جمعیت اسلامي رهبر دنمارک ته خپل سفر ځنډولی او تمه ده، چې سبا به کابل ته راستون شي او د ګوند دریځ به اعلان کړي.

راپورونه وايي، چې د عطا محمد نور د استعفا موضوع له څو میاشتو راهیسې روانه وه او په بلخ  کې د ولسمشر او عطا محمد تر منځ خبرې د دې لامل شوې، چې دا موضوع وځنډیږي او د بلخ والي، چې هغه وخت سرپرست و، بېرته د والي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي. کله، چې عطا محمد نور په ترکیه کې له عبدالرشید دوستم او محمد محقق سره نوی ائتلاف جوړ کړ؛ نو یو ځل بیا د عطا محمد نور او ارګ اړیکې خړې پړې شوې.

Trending

Exit mobile version