تازه خبرونه

ولسمشر غني کورنۍ جګړې ته لمن وهي- اسماعیل خان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جمعیت اسلامي ګوند مهم غړي محمد اسماعیل خان ګوتڅنډنه کړې، چې ولسمشر د عطا محمد نور په لیرې کولو کورنۍ جګړې ته لمن وهي؛ حکومت باید له عطا محمد نور سره له مخامخ کیدو لاس واخلي او هڅه دې نه کوي، چې له حکومت څخه د جمعیت ګوند کسان څنډې ته کړي.

ده پر ولسمشر غني غږ کړی؛ عطا محمد نور دې پریږدي، چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

که څه هم اوس خلک په تمه دي، چې اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله به د عطا محمد نور پر څرګندونو څه ډول غبرګون ښيي؛ خو اسماعیل خان ويلي، چې عبدالله عبدالله د د وی باور ته زیان اړولی او بریالی نشو، چې ۵۰ سلنه واک جمعیت اسلامي او یایې متحدانو ته ولیږدوي.

اسماعیل خان په دې باور هم دی، چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم هم د حکومت لخوا تبعید شوی دی.

دغه جهادي رهبر اندېښنه څرګندوي، چې د ملي وحدت حکومت په وخت کې ناامنۍ مخ په زیاتیدو دي او زیاتره سیمې د سخت دریځو لخوا کلابندې دي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version