تازه خبرونه
ولسمشر غني د یو شمېر جنرالانو باعزته تقاعد لاسلیک کړ
ولسمشر غني د یکشنبې پر ورځ(د سلواخې ۱۵) د نظامي افسرانو د نوي ذاتي قانون د عملي کولو په موخه د ملي دفاع وزارت د ۱۶۴ جنرالانو باعزته تقاعد لاسلیک او تقاعد ته سوق کړای شول.
ولسمشر په خپل تویت کې زیاته کړې، چې مونږ د جګړې او سولې د ګټلو لپاره بنسټیز اصلاحات غواړو او د پرمختللي افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره به د اصلاحاتو دغه لړۍ دوام ولري.
د ځینو ګزارشونو له مخې؛ په حکومت کې د لاسبرو ډلو او ګوندونو په خوښه او هوکړه د پوځ د دغو پخوانیو قومندانانو باعزته تقاعد، چې له ډلو او ګوندونو سره یې تړاو درلود لاسلیک شوی دی.
د ملي دفاع وزارت یو سلو څلور شپیته جنرالان چې د تقاعد عمر ته رسیدلي وو، د ولسمشر په لاسلیک تقاعد شول.
ولسمشر غني ټينګار کوي، چې په پوځ کې به ځوانو کدرونو ته د کار زمینه برابروي،چې وکولی شي، په تصمیم نیونه کې اغېزناک رول ولوبوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي، چې د پوځ د قانون له مخې افسران او جنرالان له پنځوس څخه تر اویا کلونو پورې په بېلا بېلو کتګوریو کې تقاعد کیدای شي.
یو شمېر سیاسي څېرو په ښکاره د حکومت پر دې کړنې نیوکه کړې ده.
د بلخ لیرې کړای شوي والي او د (حزب جمعیت اسلامي افغانستان) اجرائیه رییس عطامحمد نور د دغو جنرالانو باعزته تقاعد له پوځ څخه د مجاهدینو ډډې ته کول نومولي دي.
قتیل زوی