تازه خبرونه
ولسمشر غني د ۱۱۱ فرقې ۷ لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په قرغه کې د ۱۱۱ فرقې د یوه کندک د دوه جنرالانو په ګډون اووه لوړ پوړي چارواکي په دندو کې د بې پروایۍ او بې تفاوتۍ له کبله ګوښه او عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شول.
د کابل د قرغې په اړوند سیمه کې د ۱۱۱ فرقې پر یو کندک د داعش د ۵ جنګیالیو په برید کې ۱۱ سرتېري وژل شوي وه او ۱۶ نور ټپیان دي.
د دغه برید له ۵ بریدګرو یو د امنیتي ځواکونو لخوا په ټپي حالت کې ژوندی نیول شوی او ۴ نور په نښته کې وژل شوي دي.
له دغه برید وروسته ولسمشر غني د اعلی سرقومندانۍ په غونډه کې د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی و، د څېړنو د پایلو له مخې دغه ۷ لوړپوړي چارواکي له خپلو دندو لیرې شوي دي.