تازه خبرونه
ولسمشر غني د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره وکتل
ولسمشرۍ ماڼې په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه او راغلي پلاوي سره وکتل.
د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې، چې د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې تر سره شوې، دواړو غاړیو د افغانستان لخوا طالبانو ته د سولې پر وړاندیز او له پاکستان سره د هر اړخیزو مذاکراتو پر پیل او څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمهییز اتصال او سیمهییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث تر څنګ د جرمي اقتصاد او تروریستي شبکو پر فعالیت او له هغو سره د مبارزې پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.
په پای کې ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان تر منځ د دولت په دولت مذاکراتو د پيل په خاطر، چې په( کابل بهیر دوه یم کنفرانس) کې پرې ټینګار شوی و، د پاکستان صدراعظم ته هم کابل ته د راتګ رسمي بلنه ورکړې ده.
د پاکستان د ملي تلويزيون د خبرله مخې؛ د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر د بلنې له مخې کابل ته رارسیدلی دی.
ویل کیږي، چې نوموړی به د کابل په سفر کې د حکومت د ملي امنیت شورا له مشاور حنیف اتمر په ګډون له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت د عمومي رییس معصوم ستانکزي سره هم لیدنه ولري.