Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته روان شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ دفتر په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني د دوشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سولې او سیمه ییزې همکارۍ په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په هیله د دغه هېواد پلازمېنې تاشکند ته روان شو.

‍د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: ولسمشر به په یاد کنفرانس کې پر ګډون او خبرو سربېره د دغه هېواد له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې اترې ولري.

دغه راز به ولسمشر غني به د یاد کنفرانس په څنډو کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسوولې میرمن فیدریکا موګریني او د کنفرانس له نورو برخوالو سره بېلابېلې لیدنې ولري.

له ولسمشر اشرف غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، مالیې وزیر اکلیل حکیمي، په بېخبنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي، د سولې عالي شورا د دارالانشاه رییس محمد اکرم خپلواک، د بهذرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، د مرکزي آسیا په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر، د ولسمشرۍ د دفتر عمومي رییس عبدالسلام رحیمي، د حزب جنبش اسلامي افغانستان رییس باتور دوستم، د ولسمشرۍ سلاکاران فضل محمود فضلي او شهزاد اکبر او د ولسمشرۍ د رسنیو د دفتر او ستراتیژیکو اړیکو رییس محمد هارون چخانسوري ملګري دي.

په دې کنفرانس کې به ګډونوال نه یوازې په افغانستان کې سولې ته د طالبانو پر هڅولو، بلکې د تروریزم او مخدره توکو د قاچاق په اړه به هم سیمه ییزې او نړیوالې خبرې تر سره شي.

دا غونډه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ازبکستان د ولسمشر شوکت میر ضیایوف لخوا رهبري کیږي.

دغه راز اجرائیه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې د تاشکند غونډه به په افغانستان او سیمه کې له ثبات سره مرسته وکړي.

د هغه په وینا؛ د تاشکند په غونډه کې به پر هغو وړاندیزونو خبرې وشي، چې افغان دولت وسلوالو طالبانو ته کړي دي.

تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، اروپايي ټولنه، ملګري ملتونه، امریکا، روسیه، چین، جرمني ، فرانسه، ایتالیا، بریتانیا، هند، پاکستان، ترکیه، ایران، عربستان او عرب متحده امارت د افغانستان د سولې په اړه د غونډې په پای کې اعلامیه خپروي.

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل ته راغلي مالیزیایي پلاوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

کابل ته راغلي د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو استازو، د مالیزیا صدراعظم د دفتر سلاکارانو او د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره وکتل.

‌‌د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ کابل ته د راغلي مالزیایي پلاوي ځانګړې استازې میرمن داتو دوکتور شازلینا د افغانستان سیاسي وضعیت مثبت ارزولی او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراحتیا ډاډ څرګند کړ.

هغې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د مالیزیا یو سوادګریز پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي.

میرمن داتو دوکتور شازلینا زیاته کړې: مالیزیا هوډ لري، چې د افغان ډیپلوماټانو لپاره د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د تنظیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو، د افغان ملکي خدمتونو د کارکوونکیو لپاره د محاسبې او پراختیا او په دې برخه کې د مسلکي پروګرامونو د تنظیم په اړه له افغانستان سره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په یادو برخو کې یې له افغانستان سره د مالیزیا له لیوالتیا او همکاریو د مننې تر څنګ ویلي، چې افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې متوازن او اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي او له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډ او سيمه ييزو هېوادونو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې دي.

هغه وایي: په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د فرصتونو له شتوالي ډاډ څرګند او زیاتوي، چې افغانستان د جنوب ختیځې آسیا له هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لیواله دی.

‌د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان او مالیزیا د ولسونو او حکومتونو ترمنځ شته ډیپلو ماټیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراخوالي په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت، د بشري مرستو په ځانګړي ډول د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مالیزیا هېواد له مرستو مننه وکړه.

نوموړي د مالیزیا له حکومت څخه د هغو ۳۰۰۰ افغانانو لپاره، چې اوس‌مهال په مالیزیا کې ژوند کوي، د روغتیا او زده‌کړو د زمینې او اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

‌دا په دایې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مالیزیا له دولتي پلاوي سره په لیدنه کې ډاډ څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې لاسته راوړنې لري او د سیمې په ګډون نړۍ د افغانستان په اړه اندېښمنه ​​نده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!