بلخ @ps

ولسمشر د کندوز په ارچي کې د ملکي مرګ و ژوبلې له کبله بښنه وغوښته

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرغني د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د عامو خلکو د مرګ و ژوبلې له کبله بښنه وغوښته او د قربانیانو له کورنیو سره یې ژمنه کړې، چې حکومت به د اوښتو زیانونو تاوان ورکوي او د پېښې له عاملانو سره به قانوني چلند کیږي.

ملي اردو هوایي ځواک د وري پر دولسمه د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې پر یوه هوایي برید عامو خلکو ته ګڼه مرګ و ژوبله اړولې وه.

ملي دفاع وزارت له دغه برید څو ورځې وروسته د الوتکې لخوا اخیستل شوي تصویرونه رسنیز کړل، چې د پېښې په ځای کې د طالبانو موتر، مشران او جنګیالي ښیي.

له پېښې څلور دېرش ورځې وروسته د غویي پر ۱۷ ملګرو ملتونو په دې تړاو یو زړه بوږنوونکی او غونی ځیږوونکی راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي: په دې پېښه کې د دېرش ماشومانو په ګډون ۳۶ عام وګړي وژل شوي او د ۵۱ ماشومانو په ګډون ۷۱ نور ټپیان دي.

ولسمشر غني د دې پېښې له کبله تېره شپه په خپل تویت کې بښنه غوښتي او په ډاګه کوي، چې د فتنه جوړونکیو او قانوني حکومت تر منځ توپیر همدا دی، چې حکومت د هغې تېروتنې په تړاو، چې تر سره کوي یې، بښنه غواړي. د دغه راز پېښو له عاملانو سره قانوني چلند کیږي او حکومت خلکو ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکوي.

له دې پېښې وروسته ملي دفاع وزارت یوه ویډیو خپره کړې وه، چې په وینا یې په دې برید کې د طالبانو کلیدي غړي وژل شوي؛ خو د سیمې خلکو له حکومته ډېر شکایت کړی دی.

د دشت ارچي اوسیدونکی وایي: دا د دستار بندۍ غونډه وه، قاري صاحبانو حفظ کړی و؛ کله، چې الوتکې راغلی لومړی یې ماشومان بمبارد کړل.

د دشت ارچي یو بل اوسیدونکي هم ویلي، چې الوتکه راغله لومړی یې پر ماشومانو برید وکړ؛ خلکو منډې کړې، خو د الوتکو بمبارد روان و.  

ملي دفاع وزارت هغه مهال ویلي وه، چې په دې هوایی برید کې د طالبانو مهم قومندانان هم په نښه شوي وه.

د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وایي: نیوکه کوو، اندېښمن یو؛ حکومتي ځواکونو بریدونه کړي دي، چې په کې عام وګړي او بې ګناه ماشومان هم ول او دې کار مونږ انمدېښمن کړي یو.         

د کندوز د ولایتي شورا یو بل غړی مولوي خوش محمد ویلي دي، چې: یو له وحشته ډک ناورین و، چې نه انساني توجیه لري او نه هم اسلامي؛ ځکه د ارچي ولسوالۍ پر مدرسه برید شوی دی.                   

د بشر حقونو کمیسیون هم د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې ویلي وه، چې د ملکیانو وژونکي باید ځواب ویونکي ووسي.

د دې بنسټ مشرې د ارچي ولسوالۍ د پېښې د څېړنې غوښتنه کړې وه او  ولسمشر هم پرې ټینګار کړی و.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version