تازه خبرونه
ولسمشر غني او ولسمشرروحاني د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې نن مازیګر د چین په چینګداو ښار کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ایران له ولسمشرحسن روحاني سره وکتل
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا وغوښته او د نړیوال تروریزم او نشهيي توکو له قاچاق سره یې پر ګډې مبارزې ټینګار څرګند کړ.
دواړو مشرانو نړیوال تروریزم او د نشهيي توکو له قاچاق سره مبارزه د ټولې سیمې، په ځانګړي توګه ایران او افغانستان ته ستر ګواښ وباله.
دواړو ولسمشرانو د افغانستان او ایران تر منځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې مثبتې وارزولې او په اقتصادي برخه کې یې د لازیاتو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د ایران ولسمشر وویل، د افغانستان د سولې په اړه د هر هغه اقدام ملاتړ کوي، چې د جنګ او وینې تویدو مخه په کې نیول کېږي.
په دغه کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډې همکارۍ پر پېنځه ګونه کمیتو هم بحث وشو.
دواړو خواوو د دغو کمیتو د اړوند هڅو چټکتیا وغوښته.
ولسمشر غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د اقتصادي همکارۍ د ټولنې په دوه ورځنۍ ۱۸ ناسته کې د ګډون په موخه نن غرمه د دغه هېواد چینګداو ښار ته رسیدلی دی.
ولسمشر غني د دغه ښار په نړیوال هوایي ډګر کې د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، د شاندونګ ایالت د والي، د چینګداو مرستیال ښاروال، په افغانستان کې د چین د سفیر او په دغه هېواد کې د افغان دیپلوماتو له خوا له تود هرکلي سره مخ شو او د چینایي ماشومانو لخوا د ګلانو د ګیډۍ په وړاندې کولو د ستاینې وړ وګرزیده.
چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د شانګهای د همکاریو سازمان لومړني غړي هېوادونه دي.
هند او پاکستان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د دغه سازمان دایمي غړي شول. افغانستان او ایران هم د دې سازمان دایمي غړیتوب لپاره هیله ښودلې.