تازه خبرونه

ولسمشر غني د شانګهای په ناسته کې د طالبانو له اوربنده هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شانګهای د غړیو هېوادنو د همکاریو د سازمان په دوره ورځنۍ ناسته کې د سیمې او افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت خبرې اترې تر سره شوې.

په دغه ناسته کې ولسمشر غني د سولې او ثبات په اړه د سیمې د هېوادونو او له تروریزم سره پر ګډې مبارزې ټینګار  وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې: له پاکستان سره د خبرو اترو په ترڅ کې مونږ  د یوه هوکړه لیک لاسلیک رامنځته کړه، چې د افغانستان او پاکستان د سولي او پخلاینې لپاره د عملي پلان په نوم یادیږي او دغه پرېکړه لیک د ۲۰۱۸ کال د مې په ۱۴ لاسلیک شو. اوس د پام وړ موضوع یې عملي کول دي، چې د تاوتریخوالي د کموالي، له تروریزم او نشه یې توکو سره مبارزه او د سولي په برخه کې د سیمي د هېوادونو د همکاریو سبب شي.

بلخوا ولسمشر غني د یوې اعلامي په ترڅ کې د طالبانو له لورې د موقت اوربند د علان هرکلی وکړ.

ولسمشر اشرف غني وایي: له قید او شرط پرته زمونږ د سولې وړاندیز جامع دی او مونږ خوشحاله یو، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو له مونږ سره د مرستې لپاره اوربند وکړ.

ښاغلی غني د سیمې په بازارونو کې د افغانستان د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د چین او هند له مرستو هم هرکلی وکړ.

نوموړي ویلي، چې: مونږ افغانستان د سمیي له بازارونو سره د نښلولو په موخه د چین د ولسمشر شي جي پینګ او د هند د لومړي وزیر نارندرا مودي له پرېکړې هر کلۍ کوو او دا له افغانستان سره مرسته کوي، چې سوداګري یې وغوړیږي.

دغه راز چین د شانګهای له غړیو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښټ لپاره نور رغنده ګامونه پورته کړي.

د چین ولسمشر شی جې پینگ  ویلي: چین په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له کړکیچن کیدو اندېښنه لري او مونږ د شانګهای له غړیو هېواونو غواړو، چې په افغانستان کې د سولي او ثبات د ټینګښټ لپاره خپله ونډه زیاته کړي.

د دغې ناستې په څنډه کې ویل کیږي ولسمشر د سمیي د هېوادونو له مشرانو سره هم خبرې کړې، چې په افغانستان کې  د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثابت لپاره د دوی ملاتړ ترلاسه کړي.

Trending

Exit mobile version