تازه خبرونه

ولسمشر اشرف غني د طالب مشر ملا فضل الله وژل کیدل تائید کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر او د پوځ له مشر سره په تیلیفوني خبرو کې د پاکستانیو طالبانو د مشر ملا فضل الله وژل کیدل تائید کړي او د دغه هېواد د پوځ له مشره یې وغوښتل، چې په پاکستان کې میشت افغان وسلوال طالبان د سولې خبرو ته کینوي.

ولسمشر غني ویلي، چې د نوموړي وژل کیدل د افغان ځواکونو د استخباراتي څرګندونو پایله وه.

پاکستانیو چارواکو ویلي، چې د ملا فضل الله په وژل کیدو کیدی شي له افغانستان سره اړیکې ښې شي.  

دغه راز پاکستانیو ځواکونو ولسمشر غني ته له افغان ځواکونو سره د طالبانو د اوربند مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې، چې دغه اوربند نور هم وغزول شي.

دوی په ډاګه کړې، چې ملا فضل الله له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې و.

په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د پاکستانیو طالبانو د مشر ملا فضل الله وژل کیدل ښيي، چې افغان حکومت طالبان پر ښو او بدو نه وېشي.

نوموړي تمه څرګنده کړې، چې اوس به پاکستان هم ورته عملي ګام پورته کړي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې مولانا فضل الله اوړمه شپه د کونړ په مروره ولسوالۍ کې پر نښه شوی دی.

هغه په ۲۰۱۳ کال کې د حکیم الله مسید له وژل کیدو وروسته د پاکستانيو طالبانو د مشر په توګه ټاکل شوی و.

ملا فضل الله د سوات د یوسفزو بابکر خېل پښتون و او پر ۱۹۷۴ کال زېږیدلی و.

ملا فضل الله په پاکستان کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی و.

پوځي کارپوه اسدالله  ندیم وایي: د پاکستانیو طالبانو پر رهبر برید د دغه حکومت د مشرانو د خوشالولو لپاره ترسره شوی دی، چې د یوه ژور ناورین ښکارندویي کوي.  

په همدې حال کې ځینې پوځي کارپوهان باوري دي، چې دا برید کولی شي، د افغانستان په جګړه کې د پاکستان لاسوهنې ته پلمه پای ته ورسوي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل څرګنده کړې، چې: کیدی شي اړیکې ښې شي؛ پاکستانیو چارواکو تل ادعا کړې، چې افغانستان یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. د هغه له وژلو سره بله پلمه ورته نه پاتې کیږي.  

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د اختریز اوربند پر دوه یمه ورځ د کابل ښار د کوتې سنګي او کمپنۍ تر منځ په اړوند سیمه کې حضور پیداکړی او له  خلکو سره یې د اختر مبارکۍ کړې دي.

دغه راز  په اړوند سیمه کې  د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم له یو شمېر  طالب استازیو سره لیدلي دي.

Trending

Exit mobile version