تازه خبرونه

ولسمشر غني له طالبانو سره د حکومت د اوربند د غزولو سپارښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني د اختر پر دوه یمه ورځ په خپل تلویزوني څرګندونو کې ملت ته په خطاب کې وویل: د ټول ملت د غوښتنې له مخې د هېواد ټولو ځواکونو ته د اختر له څلورمې وروسته د روان اوربند د غزولو سپارښتنه کوم.

هغه زیاته کړې، چې د دغې سپارښتنې بشپړ جزئیات به ډېر ژر له خلکو سره شریک شي.

دغه راز هغه په ډاګه کړه، چې: په ټول هېواد کې ټولو وسلوالو ځواکونو ته هدایت ورکوم، چې د هر راز برید پر وړاندې د خلکو د امنیت لپاره هراړخیزچمتوالی ولري.

ولسمشر غني له طالبانو هم وغوښتل، چې خپل درې ورځنی اوربند نور هم وغزوي.

هغه ژمنه وکړه، چې د اوربند پر مهال به د طالبانو ټپیانو ته طبي او د اړتیا له مخې بشري مرستې ورسیږي او د اوربند پر مهال به د زنداني طالبانو کورنیو ته د لیدو زمینه هم برابره شي.

د ولسمشر په وینا؛ د ښه نیت له مخې د افغانستان لویې څارنوالۍ تېره ورځ د طالبانو او دولت د اوربند په ویاړ ۴۶ بندي طالبان خوشې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې به د زنداني طالبانو د خوشې کولو بهیر روان وساتل شي؛ خو، چې د طالبانو لخوا هم د اوربند د غزولو لپاره مثبت غبرګون ښکاره شي.

هغه دا هم څرګنده کړه، چې: مونږ د سولې هر اړخیزو خبرو ته چمتووالی لرو؛ حاضر یو، چې د سولې د خبرو په بهیر کې د طالب او حکومت د ټولو ستونزو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړو.

هغه دغه راز ټینګار وکړ، چې افغان حکومت د ګاونډ هېوادونو د رول، بهرنیو ځواکونو او د دغو ځواکونو د راتلونکي په اړه هم خبرو ته چمتووالی وښود.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار د چارواکو د څرګندونو له مخې نن مازیګر د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې داعشي ځانمرګي برید ۷۵ کسانو ته مرګ وژوبله اړولې ده. 

Trending

Exit mobile version