تازه خبرونه
ولسمشرغني د آسترالیا، اندونزیا او سینګاپور په پیل شوي سفر کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کوي
د ولسمشرۍ ماڼي د معلو ماتو له مخې؛ افغان ولسمشر د آسترالیا له مشرانو سره د دوه اړخیزه او اقتصادي همکاریو هوکړې ترسره کړې.
و یل کیږي و لسمشر به په دغه سفرکې هڅه و کړي، چې د یادو هېوادنو پانګوال په افغانستان کې د کانونو او کرنې په برخه کې پانګوني ته وهڅوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم په هېواد کې د ولسمشرله خوا د بهرنۍ پانګې له جذب هرکلی کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال محمد یونس مومند وایي، مونږ له ټولو اقتصادي ملي حرکتونو هرکلی کوو؛ خو مهمه داده، چې دولت باید په کورد ننه د پانګونې په قوانینو کې آسانتیاوې زیاتي کړي.
د اقتصادي چارو یوشمېرکارپوهان وايي؛ د دولت رهبري په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د جذب هڅې پیل کړي، چې باید د پانګوني په قوانینو کې آسانتیاوي، له فساد سره مبارزه او مسلکي کاري ډلې رامنځته کړي .
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي، حکومت او رهبري هڅه کوي، چې په هېواد کې بهرنۍ پانګونه جذب کړي؛ خو د پانګوني په شرایطو کې آسانتیاوې نشته. دولت باید کورنیو پانګوالو ته لومړی شرایط آسانه کړي بیا بهرني پانګو نه پخپله رامنځته کیږي.
د نوموړي په وینا؛ ترهغې، چې په حکومت او نظام کې له مفسدینو سره جدي مبارزه، د پانګوني په قوانیونو کې آسانتیاوې او کورني پانګوال تشویق نشي؛ هیڅکله به هم بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونه ونکړي.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشرغني به په خپل درې ورځني سفر کې د آسترالیا، اندونزیا او سینګاپور هېوادونو له چارواکوسره د کرنې، کانونو او اوبو په برخه کې له افغانستان سره پر همکاریو وغږیږي.
خبریال: اسلم حجاب