تازه خبرونه

ولسمشر غني په ننګرهار کې د زر بستریز روغتون د بنسټ ډبره کیښوده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر اشرف غني، چې نن سهار جلال آباد ښار ته رسیدلی؛ د مسوولانو په حضور کې یې د ختیځ زون زر بستريز روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده. 

د خبرپاڼې له مخې؛ د ختیځ زون دغه کمپلکس به، چې ۲۰۰ جريبه ځمکه رانغاړي ۲۰۰ بستريز نسايي ولادي روغتون، د معلولينو لپاره ۱۵۰بستریز روغتون, د توبرکلوز ناروغیو ۴۰ بستريز روغتون او د ننګرهار ولايت د نوي روغتون له ۶۰۰ بستریزې ودانۍ سره د درملو زیرمه هم ولري.

دغه راز ویل شوي، چې ولسمشر د دغه ولایت له امنیتي، قومي، حکومتي، مدني ټولنې او سوداګرو سره مشرانو سره هم بېلابېلې ناستې درلودې.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ نن له غرمې مخکې د ولسمشر غني په مشرۍ د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې امنیتي غونډه جوړه شوه او امنیتي او دفاعي مسوولانو د ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول د ننګرهار د امنیتي وضعیت په اړه خپل راپورنه وړاندې کړل.

ولسمشر غني له امنیتي او دفاعي مسوولانو څخه د اوربند پر مهال له ښه مدیریت د مننې تر څنګ هغوی ته لارښوونې وکړې، چې د را روانو ټاکنو او لویو لارو د امنیت د ټینګښت او همدارنګه د تورخم د امنیتي حالت د ښه مدیریت لپاره له ارزونو وروسته جدي اقدامات وکړي.

دغه راز د هېواد ولسمشر اشرف غني د ننګرهار خلکو ته هم په خطاب کې وویل، چې د سولې لپاره مې بنسټیزې هڅې وکړې؛ اوس، نو د مخالفانو لپاره کومه پلمه پاتې شوې نه ده.

دغه سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې له ولسمشر مخکې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جان نیکلسون هم د دغه ولایت د امنیتئي حالاتو د ارزونې لپاره دغه ولایت ته سفر کړی و.

ننګرهار ولایت د هېواد په ختیځ کې یو سرحدي ولایت دی، چې د سیمه ییزوچارواکو په وینا ترورستي ډلې دغه ولایت ته د پاکستان له خاورې رادننه کیږي.

Trending

Exit mobile version