تازه خبرونه
ولسمشر غني د ولایتي کمیشنرانو ۷۵ کسیز نوملړ منظور کړ
ولسمشر اشرف غني د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د ولایتي کمیشنرانو پېنځه اویا کسیز نوملړ منظور کړ، چې ټاکل شوې د دوشنبې پر ورځ کارپیل کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ۱۰۲ ولایتي کمیشنرانو نوملړ له څو میاشتو وروسته په بشپړ ډول د ولسمشر لخوا منظور شو.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې څو میاشتې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ۱۰۲ ولایتي کمینشرانو نوملړ د منظوري په موخه لیږل شوی و؛ خو ۲۷ کسان یې منظور شوي وه او دا دی ۷۵ نور یې تازه د ولسمشر لخوا تائید شول.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ویاند علیرضا روحاني وایي، چې: پاتې کمیشنران هم ارګ منظور کړل؛ سبا یې نوملړ مونږ ته رارسیږي او یاد کمیشنران به د یکشنې پر ورځ د لارښوونو له زدکړو وروسته د دوشنبې پر ورځ ولایتونو ته واستول شي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، په دې برخه کې ټکنی کار شوی او دا به ټاکنیز بهیر هم ټکنی کړي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید وايي: که څه هم باید، چې درې میاشتې مخکې یې کار او هڅې پیل کړی وای او په چارو کې یې ونډه درلوده. له رامنځته شوي ځنډه خوښ نه یم.
د دې تر څنګ د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو نوملړ هم اعلام شوی دی او اوس د ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي خپلواک کمیسیون وایي؛ ولایتي دفترونه په ټولو ولایتونو کې چمتو دي، چې شکایتونه وڅېړي.
خبریاله: دیانا صمدي