تازه خبرونه
ولسمشر غني عمران خان ته په ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړې
ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر ورځ ماسپښین مهال د تیلیفون پر لیکه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره خبرې وکړې او د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب یې د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني څرګنده کړې، چې زمونږ خبرې پر تېر نه، بلکې پر روښانه راتلونکی راوڅرخیدې او د روښانه راتلونکي لپاره به په فرهنګي، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې د اړیکو نوی بنسټ ږدو.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ تاریخي مشترکاتو ته په نغوته کې ویلي؛ د دواړو هېوادونو لپاره به په لوړه کچه کار کوو، چې په ټولو برخو کې مو اړیکې بنسټیزې او پخې شي.
دغه راز په دې خبرو کې عمران خان کابل ته د سفر هیله څرګنده کړې، چې پر یادو موضوعاتو له نږدې بحث او خبرې وکړي.
ولسمشر غني کابل ته د عمران خان د راتګ د لیوالتیا هرکلي کړی او هغه ته یې کابل ته د راتګ رسمي بلنه ورکړه.
عمران خان د تحریک انصاف مشر دی، چې د تېري چارشبنې په ورځ د پاکستان په پالماني ټاکنو کې ډېرې رایې خپلې کړې