تازه خبرونه

ولسمشر په ټاکنو کې د حکومتي چارواکو د نه لاسوهنې فرمان وړاندې کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د رڼو ټاکنو د تر سره کولو لپاره یو څلور ماده ییزه فرمان صادر کړ.

د دغه فرمان له مخې، چې د سې شنبې پر ورځ( د زمري ۱۶) د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په یوه خبري ناسته کې اعلام کړ؛ حکومتي چارواکي، کارکوونکي او دولتي بنسټونه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د لاسوهنې حق نلري.

په دې فرمان کې، چې څلور مادې لري؛ راغلي، چې امنیتي ځواکونه د ټاکنیزو مرکزونو د ساتنې مسوولیت لري او وسلوالو کسانو ته دې ټاکنیزو مرکزونو ته د وردننه کیدو اجازه نه ورکول کیږي.

د ولسمشر په فرمان کې چارواکو او دولتي کارکوونکیو ته سپارښتنه شوې، چې په ټاکنو کې له لاسوهنې دې ځان وساتي، دولتي او حکومتي امکانات دې د چا د ګټې او تاوان لپاره نه کاروي.

دا فرمان په داسې حال کې صادریږي، چې په اړوند ټاکنو کې د زورواکانو او جنګسالارانو له لاسوهنې اندېښې ډېرې شوې دي.

Trending

Exit mobile version