پرمختګ او بشپړتیا

ولسمشر غني په کابل هوایي ډګر کې د رادار ملي سیستم پرانست

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې، چې په کابل هوایي ډګر کې د رادار د نوی سیستم له پرانستې سره سم د افغانستان د فضايي حریم څارنه افغانانو ته وسپارل شوه.

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په سهار( د زمري ۱۸) په کابل هوايي ډګر کې د رادار د نوی سیستم واک له امریکایانو څخه افغانانو ولیږداوه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري په خپل تویت کې لیکلي؛ د ۱۳۷۱ کال د وري له میاشتې تر اوسه د افغانستان هوايي حریم د بهرنیانو له خوا مهارېده، چې اوس په لومړی ځل د افغانستان فضايي کنټرول د افغانانو په واک کې ورکړ شو.

د افغانستان هوایي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي رسنیو ته څرګنده کړې، چې د هېواد په ۳۶ برخو کې د رادار نوی سیستم نصب شوی، چې په وینا یې د افغانستان ټول هوايي حریم پرې کنټرولیږي.

ښاغلي حبیبي ویلي، له دې وړاندې د دغه سیستم د څارنې چارې بهرنیانو رهبري کولې، چې اوس یې چارې روزل شویو افغانانو ته وسپارل شوې. یو کال مخکې د افغانستان د نوي رادار لګولو تړون له یوه جرمن شرکت سره لاسلیک شوی و، چې شپږ میاشتې وروسته دغه سیستم فعال شو. د دغه سیسټم پر ساتنې او چلولو به هر کال څه باندې لس میلیون دالره لګښت راځي.

د رادار د ساتنې او خوندیتوب دغه نوی سیستم M-LAT نومېږي، چې له فعالیدو سره به یې د الوتنو خوندیتوب ښه او الوتکې به تر ۲۹ زره فوتو لوړ الوت وکولی شي.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ هره ورځ د افغانستان له فضا څخه ۳۰۰ – ۴۰۰ الوتکې تېرېږي، چې له هرې یوې یې ۵۰۰ دالر مالیه اخیستل کیده، خو د نوي سیستم له فعالیدو به یې مالیه ۷۰۰ دالرو ته لوړه شي.

د هوایي چلند اداره وايي، دا سیستم د افغانستان په ځینو برخو کې په پرمختللې تکنالوژۍ جوړې پوځي الوتکې لیدلی نه شي؛ خو ۴۵ زره فوته لوړه الوتکه ویني او د افغانستان ټول فضايي حریم په دغه رادار سیستم کې داخل شوی او فضا د پخوا په څېر خوندي پاتې شوې ده.

ښاغلی حبیبي زیاتوي، له دې مخکې د افغانستان په فضايي حریم کې الوتکو ته له نهو زره فوته د لوړې الوتنې اجازه نه وه؛ اوس له ۳۶ زره فوته لوړه الوتنه کولی شي.

ده دا هم ویلي، چې اوس د منځني ختیځ الوتنې مستقیماً خپل هدف ته د افغانستان د هوايي حریم له لارې تېریدا شي، چې مخکې به دغه الوتنې د چین او پاکستان له هوايي حریمه تېریدلې.

د هېواد لومړنۍ ښځینه فضايي کنترولرې مسعوده کاکړ ویلي، چې د دغه سیستم پر مټ به نه یوازې اوس تر ټولو معیاري خدمتونه وړاندې کوو، بلکې پرې هوايي ترافیک کنټرولولی هم شو او له دې سره به په ځانګړي ډول عبوري الوتنې ډېرې شي.

ولسمشر اشرف غني د رادار د نوي سیستم په نصبولو او په کور دننه د مسلکي کارکوونکیو د روزنې په برخه کې د ملکي هوایي چلند ادارې د مسوولینو له هڅو په مننه ټول ملت ته د رادار د نوي سیستم د نصبولو او فعالیت مبارکي ورکړه او په ډاګه یې کړه، چې د ملي وحدت حکومت مهمه ژمنه فضايي استقلال اخيستل ول، چې نن ترلاسه شو.

ولسمشر دا هم څرګنده کړې؛ هغه هوايي دهلیزونه، چې باید د افغانستان له فضا څخه تېر شوی وای پخوا ممکن نه ول؛ خو اوس دا کار ممکن شو. زمونږ مهم هدف دا دی، چې افغانستان د سیمې پر څلور لارې بدل شي او نن افغانستان د هوا له لارې په څلور لارې بدل شو او ژر به د ځمکې له لارې هم دغه هدف ته ورسېږو.

د یادونې وړ ده، چې د دې سیستم له نصبولو سره افغانستان د تر ټولو پرمختللي رادار سیستم خاوند شو. له دې سره به د افغانستان هوايي حریم د رادار پر سکرن ښکاري، د افغانستان هوايي حریم به خوندي، د الوتنو لپاره به د افغانستان د هوايي حریم ظرفیت ډېر، په عمودي او افقې توګه به د الوتکو ترمنځ فاصله  کمه او د هېواد په فضا کې به هوايي لارې ډېرې شي او همدارنګه به  الوتکې لوړې الوتنې کوي.

Trending

Exit mobile version