تازه خبرونه
ولسمشرۍ مانۍ په اچین ولسوالۍ کې د امریکا ستر بمي برید تائید کړی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
ولسمشرۍ ماڼۍ د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د داعش پر مرکزونو بم اچول تائید کړل او وایي، چې دا بم د افغانستان او امریکایي ځواکونو د مرستې لپاره اچول شوی.
ولسمشرۍ مانۍ د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د داعش پر څمڅو برید تائید کړی.
د دغې مانۍ په تویتر کې لیکل شوي، چې امریکایي ځواکونو دغه برید داعش ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره کړی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د برید موخه د افغانستان او امریکایي ځواکونو سره، چې په سیمه کې تصفیوي عملیات کوي، مرسته کوي او د خطر له منځه وړلو لپاره تر سره شوی دی.