بلخ @ps
ولسمشر په پروان ولایت کې د دوه پروژو پرانسته وکړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هېواد ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ (د تلې ۲۳) سهار مهال د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پروان ولایت ته سفر وکړ.
د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر د دغه سفر په لړ کې د باریکاب کرنیز او صنعتي پارک پرانسته وکړه.
د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي؛ د باریکاب کرنیز او صنعتي پارک په ۱۰۲۵ جریب ځمکه کې جوړ شوی، چې تر دې دمه یې ۳۴۰ نمرې صنعتکارانو ته وېشل شوې دي.
دغه راز ولسمشر د جبل سراج- نجراب د لومړي فاز سړک پرانسته هم وکړه.
دغه سړک ۲۲.۴۸ کیلومتره په پخه بڼه قیرریزي شوی او لګښت یې د آسیا پراختیایي بانک ورکړی دی.
ویل کیږي، چې ولسمشر غني به د جبل سراج د ارګ د بیارغونې له کاره د لیدنې ترڅنګ د دغه ولایت له ملکي، پوځي مسوولینو او د دغه ولایت د خلکو له بېلابېلو استازیو سره هم لیدنه ولري.