تازه خبرونه

ولسمشر غني د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې د دنمارک له یوه پلاوي سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني او د دنمارک د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې، اصلاحاتو، د فساد په وړاندې د مبارزې، د ولسي جرګې د ټاکنو او پوهنې په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د هېواد ولسمشر د دوشنبې پر ورځ له غرمې مخکې( د لړم ۷) په ګلخانې ماڼۍ کې د دنمارک د شاهي هېواد له بهرنیو چارو وزیر اندریس ساموئلسن سره لیدلي دي.

د لیدنې په ترڅ کې ولسمشر غني ویلي، چې افغانستان د تعلیمي نصاب او حرفوي زدکړو د ښه والي په برخه کې د دنمارک له تجربو څخه ګټې اخیستنې ته پوره لیواله دی.

د دنمارک د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې حکومت او خلک یې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د حرفوي زدکړو په ګډون په ټولو برخو کې همکارۍ ته ژمن دي او په دې اړه به مرستې او همکاري روانه ساتي.

له دنمارک هېواد سره د ستراتیژیکو همکاریو سند ۲۰۱۴ کال کې دغه هېواد ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی. د همدې سند پر بنسټ دنمارک په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

دنمارک له ۱۳۴۲ل کال راپدیخوا له افغانستان سره اړیکې لري او په دې موده کې یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version