تازه خبرونه

ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یو شمېر سیاسي ګوندونه وایي، ولایتونو ته د ولسمشر د ورستیو سفرونو یوازنۍ موخه راتلونکیو ټاکنو ته د ولسمشر کمپاین دی.

په داسې حال  کې، چې شاوخوا ۵ میاشتې د ولسمشریزو ټاکنو پیل ته پاتې دي؛ خو د ولسمشر وروستي اقدامات، چې په لړ کې یې ولایتونو ته سفرونه کوي، د سیاسي مخالفانو له لورې ټاکنیز کمپاینونه یاد شوي دي.

دا، چې چا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاینونه پیل کړې؛ حکومتي مشرانو او که د حکومت سیاسي مخالفانو په اړه یې بېلابېلې څرګندونې کیږي.

د لوی ملي ائتلاف غړی محمد ناطقي وايي: په هېواد کې د سیاسیونو تر منځ لیریوالي او د همغږۍ نشتون اختلافونه ډېر کړي دي.  

د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال وایي: په هېواد کې ستر مصلحت د قانون پر حاکمیت ټینګار او د خلکو حقونو ته درناوی دی. داسې کار باید ترسره نشي، چې له قانون سرغړونه ونومول شي.     

ولسمشر ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې ډېرې ژمنې کړې دي.

ولسمشر خپل ورورستی سفر هلمند ته تر سره کړی. هغه ولایت ته، چې له امنیتې پلوه یې امنیت له ګواښ سره مخ دی.

ولسمشر د هلمند خلکو ته په ډاګه کړې: زما ژمنه داده، چې هلمند به په واقعي توګه لومړی درجه ولایت کیږي.

د مشرانو جرګې غړې لیلما احمدي وایي: هیله منه یم، چې ولسمشر به په دې اړه د اذهانو د مغشوشیدو د مخنیوي لپاره خلکو ته سپیناوی وکړي.

د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال وایي، چې:  دغه سفرونه د کمپاین په بڼه تر سره کیږي؛ ځکه له یوې خوا یو خفه کیږي او بل پرې خوسحالیږي. بل دا، چې پر هر سفر ډېر لګښت راځي؛ ولسشر باید د خپلو سفرونو لګښت د شهیدانو کورنیو ته ورکړي.         

د بېلا بېلو ولایتونو اوسیدونکي بیا وایي، چې ولسمشر په خپلو ژمنو کې پاتی رغلی دی.

د پکتیا یو اوسیدونکی وایي: مونږ داسې یوه روښانه بېلګه نلرو، چې ولسمشر له خپلو ژمنو څخه یوه هم له پکتیاوالو سره عملي کړې وي.  

د غزني اوسیدونکی وایي: هڅه کیږي، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د خلکو ذهنونه د ځان په ګټه راوڅرخوي.

د ولسمشر ویاند په دي اړه تل له څه ویلو ډډه کړې؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې تل د ولسمشر له لاسته راړونو څخه ډکې  لیکنې کوي.

سیاسي ډلې هڅې کوي، چې په راتلونکیو ټاکنو کې قدرت ته د ولسمشر اشرف غني د رسیدو مخه ونیسي.

ټاکل شوې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري په ورستیو ورځو کې ترسره شي؛ خو د ځنډیدو اندېښنې یې سر له اوسه تودې شوې دي.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version