بلخ @ps

ولسمشر غني په بلخ ولایت کې د وروستۍ پېښې د څېړلو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

ولسمشر غني بلخ ولایت ته په داسې حال کې سفر کړي، چې د جمعې په ورځ له غرمې وروسته یو شمېر وسلوالو طالبانو د بلخ ولایت پر ۲۰۹ شاهین قول اردو ډله ییز برید وکړ، چې څه نا څه شپږ ساعته وغزیده؛ خو ماښام مهال د دفاع وزارت د ویاند تورن جنرال دولت وزیري په وینا د ټولو بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیده.

په بلخ روغتون کې د پېښې ټپیانو او یو شمېر سرچینو په ډاګه کړې، چې په شاهین ۲۰۹ قول اردو کې ۱۵۰ کسه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

ټپیانو د بلخ په شاهین قول اردو کې د مقاماتو له نه پاملرنې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په پېښه کې د یاد پوځي مرکز چارواکي لاس لري.

پېښه دومره خونړۍ وه، چې ولسمشر غني د بلخ ولایت سفر ته اړ او په دې اړه یې بېړنۍ ناسته راوغوښته.

ولسمشر د بلخ په مرکزي روغتون که له ټپیانوږ لیدنه وکړه او هغو ته یې ډاډ ورکړ، چې غچ به مو اخلم.

ولسمشر غني  د پېښې قربانینو ته د احترام په ویاړ د یکشنې ورځ ملي ماتم اعلان کړ او سپارښتنه یې کړې،ؤ چې په دې ورځ باید د افغانستان ملي بیرغ په ټولو کورنیږو او باندینیو بنسټونو کې نیم ځوړند پاتې او په جوماتونو کې ورته دعاوې ترسره شي.

دفاع وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې تائیدوي، چې له سل ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله رسیدلې او وايي، چې د مرګ و ژوبلې شمېر کیدی شي بدلون ومومي.

د بلخ والي عطامحمد نور هم په خپل مخلیکي کې هڅاندو پوځیانو ته پر اړتیا ټینکار څرګند کړی دی.

د بلخ ولایتي شورا رییس افضل حدید پر شاهین قول اردو د وسلوالو برید زړه بوږنونکې او غونی ځیږوونکی ګڼي او وایي، چې کیدی شي وسلوال مخالفین په اوړي کې نور خونړي بریدونه هم وکړي.

هغه له امنیتي او استخباراتي بنسټونو وغوښتل، چې ویښ شي او د بلخ په امنیتي کمربندونو کې امنیتي تدابیر ډاډمن کړي.

مدني فعال عبدالحمید صفوت ویلي؛  خپلسري او نامسوول وسلوال په بلخ کې ګرځي را ګرځي، چې له دې سره امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

هغه وایي؛ په کار ده، چې مسوولین د دې ستونزې مخنیوی وکړي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو د برید د تر سره کولو پړه منلې او په ډاګه کړې یې ده، چې په دې برید کې سل سرتېرو ته ځاني زیان رسیدلی دی.

د بلخ اوسیدونکي په ۲۰۹شاهین قول اردو برید سخت ویرولي او  په دې برخه کې د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه لري.

Trending

Exit mobile version