تازه خبرونه

ولسمشر غني د افغانستان- چین د هوایي دهلیز پرانسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني د سې شنبې پر سهار( د لړم ۱۵) د چین او افغانستان د استازیو په حضور کې د افغانستان- چین د هوایي دهلیز پرانسته وکړه او د افغانستان څه نا څه ۲۰ ټنه جلغوزي چین هېواد ته ولیږل شول. 

د پرانیستې په دې مراسمو کې، چې د کابینې یو شمېر غړیو، دولتي چارواکو او په کابل کې د چین ولسي جمهوریت شارژدافیر هم حضور درلود، ولسمشر غني وویل مونږ باید د خپلې پراختیا پر پانګو تمرکز وکړو؛ ځکه له دې سره په کلیو کې د آبادۍ، پوهنې او روغتیا زمینې او آسانتیاوې ډېریږي.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال ولسمشر غني  وویل: نن یوه تاریخي ورځ ده، چې زموږ پټه خزانه (جلغوزي) په ملي پانګه بدلېږي او په دې ویاړ به هر کال د لړم پېنځلسمه د جلغوزيو د ورځ په نوم نمانځل کیږي.

ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړې، چې د افغانستان او هند د هوایي دهلیز له برکته په هند کې له یو میلیارد ډېر خلک د افغانستان له تولیداتو سره آشنا دي، نن به د چین یو میلیارد او درې سوه میلیون نور خلک ورسره هم بلد شي، چې  دا د افغانستان د کرنې او صادراتو د ودې لپاره یو لوی پرمختګ دی.

نوموړي د پکتیکا، پکتیا او خوست له ولسونو مننه وکړه، چې د جلغوزیو د ونو پر پرې کولو یې ناغه تړلې او همدارنګه یې د خامو توکو پرځای د پروسس شویو هغو صادرول ګټور وبلل.

ولسمشر ویلي، چې د هېواد پټې خزانې (جلغوزي، پستې او زیرې) صادراتو ته باید اتحادیې جوړې شي، چې د هر چا ځای او پته ښکاره او لاسرسي ورته آسانه وي.  

دغه راز هغه له صنعتکارانو وغوښتل، چې پر هغو تولیداتو دې بنسټیزه پانګونه وکړي، چې زمونږ صادرات زیاتوي او واردات کموي.

د هېواد ولسمشر غني کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په هر ولایت کې خپل تخنیکي کارونه د پوهنتونونو له لارې مدیریت او کرنیزې پروژې ولایت محوره کړي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ویلي، چې د چین لوی مارکیت به زمونږ پانګوال د جلغوزیو د پروسس په برخه کې پانګونې ته وهڅوي او کرنې وزارت په دې برخه کې هر ډول مرستې ته ژمن دی.

دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ کرنې او مالدارۍ وزارت چمتو دی چې جلغوزي په بین المللي معیارونو صادر کړي او شل ټنه یې نن لېږدول کېږي.

محمدیونس مومند د خصوصي سکتور په استازيتوب وویل: د افغانستان خصوصي سکتور هیچاته اجازه نه ورکوي، چې زموږ صادرات پخپل نوم نورو هېوادونو ته واستوي.

په کابل کې د چین  سفارت شارژدافیر لیو جین سونګ د خبرو پرمهال ویلي؛ د چین او افغانستان د ولسمشرانو د کتنې پر مهال د دواړو هېوادونو اړوند مقاماتو چین ته د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو هوکړه لاسلیک کړه او بالاخره د دواړو لوریو د هلو ځلو په پایله کې دا دی نن د دغې موافقتنامې د اجرا کیدو شاهدان یو او د خوښۍ ځای دی، چې د افغانستان د جلغوزیو لومړۍ محموله د هوایي دهلېز له لارې چین ته لېږدول کېږي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړه، چې، په ۲۰۱۶ کال کې چین ته د افغانستان د زعفرانو له صارداتو وروسته نن د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو مناسباتو د پیاوړتیا په برخه کې د جلغوزیو د صادراتو یو بل ګام واخیستل شو. 

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او چین تر منځ د انارو پر صادراتو هم د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ خبرې اترې تر سره شوې دي.

Trending

Exit mobile version