تازه خبرونه

ولسمشر غني پخپل ټاکنیز تکت جوړولو کار پیل کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني په راتلونکیو ټاکنو کې د نوماند په توګه سر له اوسه د خپل ټاکنیز تکت پر جوړولو کار پیل کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې له اعلان سره سم، چې د وري پر ۳۱ به تر سره شي؛ سیاسي ډلې او بر حاله ولسمشر په ډلبندیو بوخت دي.

تر اوسه څو محدودو کسانو په رسمي توګه اعلان کړی، چې ولسمشریزو ټاکنو ته به دریږي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، چې ولسمشر د راتلونکیو ټاکنو لپاره د کاندید په توګه پخپل ټاکنیز تکت کارکوي.

د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې هم له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای تر سره کیږي. دغه ټاکنې د امنیتي او یو لړ نورو ملحوظاتو له کبله ځنډول شوې دي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې؛ د ولسمشر دنده د پېنځم کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسیږي. ولسمشریزې ټاکنو ته په داسې حال کې چمتوالی د نیولو په حال کې دی، چې اوس هم د ولسي جرګې د لانجمنو ټاکنو پایلې روښانه ندي. که څه هم د سولې د خبرو د پیل لپاره د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو ګنګوسې هم شته؛ خو ولسمشر ټينګار وکړ، چې ټاکنې به پخپل وخت ترسره کیږي.

Trending

Exit mobile version