تازه خبرونه

ولسمشر غني د پاکستان او چین له بهرنیو چارو وزیرانو سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې وروسته د ارګ په ګلخانه کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو شاه محمود قریشي او وانګ یي سره، چې په دوه یمه درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته راغلي ولیدل.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې پر دوه اړخیزه همکاریو، له تروریزم سره پر ګډه مبارزه او د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې د همکاریو پر لاسلیک شوې هوکړه لیک، چې نن د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک کړ پر ژورو ټکو بحث او خبرې وشوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باوري فضا د رامنځته کولو په برخه کې وویل، باثباته افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی.

دغه راز ولسمشر غني او د چین د بهرنیو چارو وزیر هم د ترهګرۍ ضد مبارزې او اقتصادي همکاریو په اړه بحث اوخبرې کړې دي.

ولسمشر غني د چین هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې څرګنده کړې؛ چین د افغانستان ښه ګاونډی او مهم سیمه ییز شریک دی، چې د سولې په ګډون د افغانستان د مسایلو په اړه له هند او د امریکا متحدو ایالتونو سره همغږي لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې هېواد یې د ترهګرۍ ضد مبارزې، بېخبنا، سوداګرۍ او پراختیا په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.

د یادونې ده، چې ښاغلي وانګ یي ولسمشر غني ته د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې په خبرو کې د همکارۍ ډاډ هم څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version