تازه خبرونه

ولسمشرۍ په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره له مخامخ مذاکراتو خبر ورکوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د مذاکراتو د پیل او د دواړو لوریو لخوا د مخامخ ناستې د چمتووالي لپاره د عبدالسلام رحیمي په مشرۍ یو دولتي پلاوی ابوظبۍ ته رسیدلی دی.

ولسمشرۍ دا هم څرګنده کړې، چې عبدالسلام رحیمي د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي او په پام کې ده، چې په روانه اوونۍ کې د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له استازیو سره هم وګوري.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ طالب پلاوي تېره ورځ د سعودي عربستان، پاکستان، متحده عربي امارات او امریکایي استازیو سره د ابوظبۍ په ښار کې لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په دې ناسته کې د بهرنیو ځواکونو پر وتو، امنیت او د افغانستان پر بیا رغونه خبرې اترې شوې دي.

دغه راز زیاته شوې، چې دغه خبرې به نن( سې شنبه د لیندۍ ۲۷) هم له امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره روانې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ارګ کې د سولې مشورتي بورد لومړنۍ غونډه تر سره شوه، چې په کې له طالبانو سره د مخامخ کيناستو په اړه خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې لدې مخکې هم حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅې کړي؛ خو طالبانو ویلي، چې حکومت د خبرو کولو صلاحيت نلري او (دغه راز د ابوظبۍ په غونډه کې هم د کابل ادارې له استازیو سره د خبرو اترو هيڅ امکان نشته).

Trending

Exit mobile version